کور / اقتصادي / د پوهنې وزارت د کارکوونکو او ښوونکو معاشونه د مبایل له لارې ورکول کېږي

د پوهنې وزارت د کارکوونکو او ښوونکو معاشونه د مبایل له لارې ورکول کېږي

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چي د ښوونکو لپاره د لازمو آسانتیاوو د برابرولو په برخه کي ئې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ  وزارت سره د مبایل له لارې د معاشونو د ورکړې په تړاو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د پوهني وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به ښوونکي او د پوهني وزارت اړوند کارکوونکي پر خپل وخت د مبایل له لارې معاشونه اخلي.

په همدې موخه  نن سه شنبه د پوهنې د سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر شهزاد آریوبي ترمنځ يو هوکړه ليک لاسلیک سو.

د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي، چي په دې تړاو ئې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کي یوې خبري غونډې ته خبري کولې وويل: د مبایل له لارې ښوونکو ته د معاشونو ورکړه د ښوونکو د رواني امنیت او د هغوی لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کي یو بې ساری تحول دی او ددې سیستم پلي کول  د معارف د ډیجیټلي کولو یو خورا مهم اړخ دی.

ښاغلي بلخي وویل، چي د بانکي سیسټم ترڅنګ د مبایل له لاري د معاشونو ورکړه په معارف کي د معتمدۍ سُنتي سیستم ته د پای ټکی ږدي او په د ې برخه کي د بې ځایه اخاذیو پر مخنیوي سربېره پر خپل وخت د معاشونو د ورکړې تضمین هم کوي.

 د نوموړي په خبره،  دغه سیستم خورا شفاف دی او له پوهنې د ملاتړ کال او لسیزې په ترڅ کي د پیل سویو اصلاحي پروګرامونو مهمه برخه جوړوي.

د پوهنې سرپرست وزیر زیاتوي:« څو میاشتې وړاندې مو په امتحاني ډول دغه سیستم په ننګرهار، کندهار او پروان ولایتونو کي پیل کړ، چي په ترڅ کې ئې شاوخوا ۲۰۸۰۰ د پوهنې کارکوونکي او ښوونکي بایومټیریک سوي او عملاً ۴۱۳۰ تنه ښوونکي د یاد سیستم له لارې معاشونه اخلي.»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد آریوبي هم د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل، چي ددغه تړون پر اساس به لومړی په کابل کي د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په همکارۍ ۴۳ زره د پوهنې کارکوونکي او ښوونکي بایومټیریک سي او په دوهم پړاو کي به د روشن مخابراتي شرکت په همکارۍ په هرات، بلخ، پکتیا، خوست، تخار، بدخشان او لغمان ولایتونو کي ۷۶ زره د پوهني کارکوونکي او ښوونکي بایومټریک او د مبایل له لارې به پر خپل وخت معاشونه ترلاسه کړي.

د ښاغلي آریوبي په وینا، د پوهنې وزارت د پاتي ۱۲۰ زره کارکوونکو او ښوونکو لپاره هم هڅي روانې دي، چي په یاد سیستم کي شامل او له ګټو او مزایاو ئې برخمن سي.

د یادولو وړ ده، چي د مبایل له لارې د معاشونو د ورکړې په سیستم کي تر نوم لیکني او بایومټریک وروسته د هرې میاشتې په پای کي د راجسټر سويو کسانو مبایل ته د معاش د رسېدو پیغام ورځي او له هغه وروسته دوی کولای سي پر خپل وخت د مخابراتي شبکو له استازولیو او بانکونو څخه خپل معاشونه ترلاسه کړي.