په کابل کې د ماشومانو د زړه عملیات لومړنی مرکز جوړېږي

Aziz Rahman Hazim | اکتوبر 10th, 2018


تېره ورځ د کابل د اندراګاندي روغتون په اډانه کي د ماشومانو د زړه د عملياتو د مرکز بنسټ کښېښودل سو.

په دې مراسمو کي د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ، د عامي روغتيا د وزير فيروزالدين فيروز په ګډون ګڼ شمېر لوړ پوړي چارواکي راغونډ سوي وه،

په دې اړه جوړې سوي ناستي ته د عامي روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل، چي یاد مرکز د ایټالیا د پراختیايي مرکز د درې میلیونه یورو په لګښت په اساسي ډول جوړېږي.

هغه وویل، چي په دې مرکز کي به ټول لازم تجهیزات، عملیات خونه، د تشخیص مرکز جوړېږي او د زړه د جراحۍ ډاکټرانو لپاره د ستاژ دوره هم په کې پيلېږي.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، د دې مرکز د فعالېدو لپاره لومړی به په ګاونډیو او نورو نړیوالو هېوادونو کي د تحصیل سویو افغانانو استخدام وسي او نور پرسونل به ئې د روزنې لپاره هند ته واستول سي.

اجرائيه رئيس عبدالله هم د ياد مرکز جوړېدل يو بې ساری ګام وباله، نوموړي په خپلو خبرو کي وویل، د داسې مرکز د نه شتون له امله تر اوسه هم افغانان د زړه ناروغیو د یوه ساده تشخیص په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: په دې وروستیو کې د زړه ناروغۍ په ځانګړي ډول په ماشومانو کې د زړه د سوري کېدو ستونزه ډېره سوې ده ؛ چې د داسې مرکز د جوړېدو اړتیا تر هر څه ډېره لیدل کېږي. نوموړي هیله وښوده، چي یاد مرکز په ټاکلي مهال او په اساسي ډول ورغول سي، څو هېوادوالو ته اساسي خدمات وړاندې کړي.

په افغانستان کي د زړه د ناروغيو د تشخيص لپاره افغانان له هيواد بهر ځي، چي د افغانانو د کمزوري اقتصاد له امله دا ډول سفرونه ورته په ګرانه تمامېږي. خو په هيواد دننه کي ځيني خيريه بنسټونه او مؤسسې د هغه ماشومانو د رملنه په اروپايي او نورو پرمختللو هيوادونو کي وړيا ورکوي چي د نورو شرائطو ترڅنګ د بې وزلي کورنۍ غړی وي.

Copyright Larawbar 2007-2024