کور / راپور / په ملګرو ملتونو کي د امريکا استازې نېکي هېلي استعفا ورکړې ده

په ملګرو ملتونو کي د امريکا استازې نېکي هېلي استعفا ورکړې ده

په ملګرو ملتونو کی د امريکا استازې نيکي هېلي له خپلي وظيفې استعفاء ورکړې ده او سپيني ماڼۍ ئې استعفاء منلې ده.

نېکي هېلي چي له تېرو دوو کلونو راهيسي په ملګرو ملتونو کي د امريکا استازې وه، پر ټويټر ئې د خپلي استعفا اعلان کړی دی او ولسمشر ټرمپ هم د هغې استعفا منلې او ترڅنګ ئې د هغې ستاينه هم کړې ده. خو نېکي هېلي به د روان کال ترپايه په ملګرو ملتونو کي د امريکا استازې پاتي وي.

سپينه ماڼۍ وايي، چي ډېر ژر به د هېلي ځايناستی ونوموي.

نېکي هېلي هندۍ الاصله امريکايي ده، نوموړې چي کله د جنوبي کارولينا ايالت والۍ وه د ټرمپ د ټاکنيز کمپاين مخالفه وه. خو وروسته ئې د ټرمپ سره اړيکي مخ پر ښه کېدو سوې.

ولسمشر ټرمپ د هغې ستاينه کړې او ويلي ئې دي، چي آغلې هېلي په خپل کار کي بريالۍ وه او يوه له غوره ښځو څخه ده.

 

نوموړي خبريالانو ته وويل: نيکي هېلي شپږ مياشتي وړاندي ورته ويلي وه، چي غواړي څه موده ارام ژوند وکړي، هغه ډېره عالي ښځه ده، يوه ښېګڼه ئې داده چي ژر په خبره پوهېږي.

د هېلي په هکله داسي اوازې خپرې سوي وې چې ګڼي هغه د ۲۰۲۰ کال ولسمشريزو ټاکنو ته ځان نوماندوي، خو دا اوازې هغې رد کړې او وايي، چي د ټرمپ ملاتړې ده.

آغلي هېلي په ملګرو ملتونو کي د ټرمپ د سياسي تګلاري کلکه دفاع کوي او د ايران پر ضد د هغې سخت دريځ هم ټرمپ ته د نږدېوالي په مانا دی.