کور / #PTM / منظور پښتين او ماما قدير بلوڅ د لادرکه کسانو په هکله سره ګوري

منظور پښتين او ماما قدير بلوڅ د لادرکه کسانو په هکله سره ګوري

تمه ده د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين او د لادرکه بلوڅانو د مبارزې مشر قدير بلوڅ سره وويني او د هغه کسانو په هکله سره وږغېږي چي د پاکستاني استخباراتو له لوري لادرکه سوي دي.

دواړه مشران چي د امريکا ږغ وي او اې ډيوه راډيو په يو خپرونه کي ئې ګډون کړی وو، پر دې سلا سوي دي چي په نږدې راتلونکي کي به يوله بله سره وويني او له نږدې به د لادرکه کسانو په هکله سره وږغېږي.

په پاکستان کي د استخباراتو له لوري په زرګونو پښتانه او بلوڅان لادرکه سوي، چي ځيني ئې آن بې محکمې وژل سوي او د ډېرو په هکله لا تراوسه مالومات نسته چي چيري پټ کړل سوي او زندانيان دي.

په پاکستان کي د لادرکه کسانو د لټون کمېسون په تازه راپور کي ويلي دي، چي په تېرو اتو مياشتو کي د ورکو کسانو شمېره ډېره لوړه سوې ده او هره ورځ دوی ته لږترلږه د دريو کسانو د لادرکۍ خبر ورکول کېږي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي له دوی سره د اته زره هغه پښتنو نومونه ثبت دي چي د پاکستاني استخباراتو له لوري لادرکه سوي دي او تراوسه ئې ځای ځايګی مالوم نه دی.

د ښاغلي پښتين په خبره، دا شمېرې له دې هم زياتي دي، ځکه ځيني کورنيو ته پاکستاني استخباراتو ګواښ کړی دی چي د خپلو لادرکه سويو غړو په هکله چاته مالومات ورنه کړي.

همداراز د بې درکه بلوڅانو سازمان “وایس فار بلوچ مسنگ پرسن” مشر ماما قدیر بلوڅ هم وايي چی د پاکستان ریاستي ادارو او استخباراتو له ٢٠٠١ کال راهیسي  تر ۴٥٠٠٠  زیات بلوڅان په زور زياتي بې درکه کړي دي.

خو د پاکستان د حکومت له لوري  جوړ سوی کمېسون د ورکو سويو کسانو شمېرې کمي ښيي، چي منظور پښتين او ماما قدير بلوڅ دواړو دا شمېرې رد کړي دي او ياد کمېسون ئې په دې تورن کړی دی چي ناپييلي شمېرې نه ښيي او د استخباراتو په کنټرول کي دی.

د پاکستان د حکومت د بې درکه کسانو لپاره جوړ کمیشن دغه شمېرې کمې ښايي.

د لادرکه بلوڅانو د سازمان مشر ماما قدير بلوڅ وايي، په تېرو ۱۷ کلونو کي د ١٠٠٠٠ څخه د ډېرو بلوڅانو مړي موندل سوي دي چي پر بدنونو ئې د شکنجې او وهلو ډبلو نښي وې ، بيا وژل سوي او وروسته ئې مړي غورزول سوي دي.

د بلوڅ ميشتو سيمو ترڅنګ په پښتني سيمو کي هم د پاکستاني پوځ له لوري د تشدد او جنګي جرومونو په هکله راپورونه ورکول کېږي او د ترهګرۍ سره د مبارزې ترنامه لاندي په باجوړ، شمالي وزيرستان او دقبايلو په نورو سيمو کي ئې په زرګونو پښتانه وژلي، کورونه ئې وران کړي او ځوانان ئې لادرکه کړي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظو رپښتين وايي، ترهغه به خپلي مبارزې ته دوام ورکوي ترڅو چي ئې د پښتنو حقوق نه وي ساتلي او د لادرکه کسانو په هکله ئې خپل اولس ته ډاډ نه وي ورکړی.