کور / راپور / نيويارک ټاميز: کېدای سي خاشقجي د سعودي د لوړپوړو چارواکو په امر وژل سوی وي

نيويارک ټاميز: کېدای سي خاشقجي د سعودي د لوړپوړو چارواکو په امر وژل سوی وي

نيويارک ټايمز په خپل يوه راپور کي د يو ترکي چارواکي له خولې ويلي دي، چي د ترکيې لوړ پوړي امنيتي چارواکي دې پايلي ته رسېدلي دي چي ګڼي جمال خاشقجي د سعودي د شاهي کورنۍ د لوړپوړو چارواکو په امر په استانبول کي د سعودي په کونسلګرۍ کي وژل سوی دی.

يو لوړپوړي ترکي چارواکي نيويارک ټايمز ته ويلي دي، چي خاشقجي د سعودي په کونسلګرۍ کي د ځانګړي ډلي له لوري په بېړنۍ  او پېچلي شکل د دوو ساعتونو په مده کي وژل سوی دی. د چارواکي په خبره، له سعودي څخه يوه ځانګړې ډله د همدې هدف لپاره استانبول ته راغلې وه او کېدای سي د همدې ډلي له لوري د خاشقجي مړی په اره باندي ټوټې ټوټې سوی وي.

نوموړي زياته کړې، چي په کومه ورځ چي خاشقجي لادرکه کېږي، له سعودي څخه ۱۵ کسيزه ډله په دوو ځانګړو الوتکو کي ترکيې ته راغلې وه، چي د نوموړي د ترور دنده ئې مخ ته وړل، په دغه ډله کي د مړو د بدن د څېړني ماهر هم وو.

خو د سعودي وليعهد محمد بن سلمان او نورو چارواکو په دې قضيه کي لاس لرل رد کړي دي.

سعودي چارواکي وايي، چي خاشقجي په کونسلګرۍ کي د کار خلاصولو وروسته سمدستي وتلی دی، خو د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له سعودي څخه ددې ادعا سپيناوی غوښتی دی، چي وښيي خاشقجي له کونسلګرۍ څخه وتلی دی.

نيويارک ټايمز وايي، که چيري ثابته سي چي خاشقجي د سعودي د شاهي کورنۍ په امر وژل سوی دی، دا به د انقرې او رياض ترمنځ اړيکي ډېري ترېنګلي کړي.