کور / تازه خبرونه / طالبان د ور اوښتی زيان خبرونه بې اساسه بولي

طالبان د ور اوښتی زيان خبرونه بې اساسه بولي

طالبانو د دولت لخوا خپاره سوي هغه راپورونه پروپاګنډ بللي دي چي ګواکي د میدان وردګو په سیدآباد کې يې بمبار کړی او ګنې ۲۱ طالبان يې وژلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد دا خبره رد کړه او زياتوي چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په سیمه کې هيڅ پيښه نه ده سوې خو د نورو جګړييزو تلفاتو خبره ردوي ځکه وايي چي په دغه کچه تلفات نلرو.

د يادوني وړ ده چي د دواړو خواوو د جګړو او بريدونو له امله د کندهار کابل لويه لاره نژدې يوه اوونۍ کيږي د ټرافيکو پر مخ تړلې ده چي دې ستونزي سوداګرو او د ټرانسپورټ کمپنيو ته لوی زيانونه اړولي دي او د عامو مساپر يې له مړاوونو سره مخامخ کړي دي.