او بیا یې هم څو تکراري ژمنې وکړې
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: م- س
هغه یو متل دی چې وایي، د ازمویل شوي بیا ازموینه هسې د وخت بې ځایه تېرول دي. د ټولو هیلې کابل کې دا وې چې د افغانستان او سویلي آسیا په تړاو به د ډونالد ټرمپ تګلارې تر اعلام وروسته پاکستان تر سخت پوځي او سیاسي فشار لاندې راشي او په دې سره به طالبان هم ممکن لنډ وخت کې خبرو ته کیني، خو د دې تګلارې له اعلام څه باندې یو کال تیریږي، نه د افغان ځواکونو د حاکمیت ساحه پراخه شوه، نه د پاکستان مداخلې کمې شوې او نه هم طالبان د سولې خبرو ته کیناستل، برعکس د افغان ځواکونو تلفات پام وړ زیات شول، د کندز تراژیدي فراه او غزني کې تکرار شوه، د طالبانو د قلمرو ساحه پراخه شوه، او تر څنګ یې داعش بله بلا را وګرځېده چې د افغانانو په برخلیک واکمنه شوه.
د حامد کرزي حکومت امریکا او لویدیځو هېوادونو سره وروستیو کې ډېر وران شو، د سیمې هېوادونو مداخلې هم له دې کبله زیاتې شوې، د کرزي څرګندونې ډېرې را وېښونکې وې، خپله هغه ( کرزی) وایي چې پوتین ته یې په زغرده وویل، افغانستان کې د امریکا مشکوک حرکتونه روان دي او دا د سیمې او ستاسو په ګټه نه دي، ده وویل، پوتین لومړیو کې دا خبره بابېزه ګڼله خو وروسته یې ماته وویل، کرزیه ته رښتیا وایي، همداسې ده هغه خپل کار وکړ په دې مانا چې د سیمې ځواکمن هېوادونه په تېره بیا روسیه یې په افغانستان کې د امریکا او د هغه هېواد د متحدینو په حرکاتو شکمن کړل، او همداسې یوه حالت کې چې تازه د امریکا او سیمې هېوادونو تر منځ تقابل د پیلېدو په حال کې وو، کرزي خپله لانجمنه څوکۍ محمد اشرف غني ته په داسې حال کې پرېښوده چې د ملي یووالي حکومت جوړ شو او واک د ولسمشر او رقیب بایلوونکي ټیم تر منځ برابر وویشل شو.
غني د لوړې په مهال بهرنۍ پالیسي تشریح کړه او ویې ویل چې دا پالیسي په پنځو کړیو کې پر مخ ځي، خو د دې پالیسي په تعقیب کې انډول ونه ساتل شو، هڅه دا وه چې د ټولو هېوادونو همکاري را جلب شي، خو له امریکا سره د غني بې حده نږدې کېدا د دې کړیو د تعقیب خبره تر پوښتنې لاندې راوسته، غني بهرني پالیسي کې انډول ونه ساته او دا یې لویه تېروتنه وه. باوري سرچینې وایي، محمد حنیف اتمر له امریکا سره د دې ډېرې نږدې کېدا مخالف و، د اتمر استدلال د دې سرچینو په خبره دا و چې امریکا ته ډېر زیات نږدې کېدل به سیمه کې د افغانستان په تړاو ناسم برداشت را منځته کړي، اتمر د غني خلاف د سیمې هېوادونو د راضي کولو هڅې وکړې، دې لړ کې یې څو ځله روسیې، چین، ایران، او نورو اغېز لروونکو هېوادونو ته پرله پسې سفرونه وکړل، د هغوي د رغنده همکاریو د را جلبولو هڅه وشوه او په همدې مهال واک کې شریک چارواکي سره وران شول، عبدالله د واک انحصار تور پورې کړ، دوستم، عطا محمد نور، ضیا مسعود او نورو سیاست والو دا دریځ یو پر بل پسې تکرارکړ او پایله دا شوه چې د ملي یووالي حکومت له دننه وشړیږي، د همدې کشمکشونو په پایله کې امریکا په افغانستان بشپړ مسلط شو، زیاتره لوري چې ور سره کیناستلی یم وایی، امریکا په قصدي توګه همداسې غوښتل، د دوي په خبره، د ملي یووالي حکومت د جوړېدو طرحه د حامد کرزي د دوهمې ولسمشرۍ دورې تر پیل مخکې د ریچارډ هالبروک او پیډي اشډون لخوا مطرح شوې وه، ریچارډ هالبروک د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازي په توګه کار کاوه او پیدي اشډوون هم د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی و. خو کرزي د هغوي دا غوښتنه ونه منله او ځان یې دوهم پړاو ولسمشریزو ټاکنو ته تیار کړ چې عبدالله بیا له دوهم پړاو ټاکنو سره بایکاټ وکړ.
غني چې د دوستم او نورو پیاوړو سیاسي ډلو د ملاتړ په پایله کې دوهم پړاو ولسمشریزې ټاکنې په ډېرو رایو ګټلې وې، په مفته کې عبدالله له ځان سره د امریکا د خبرداریو په پایله کې شریک کړ، اوس چې جان کېري وایي د ملي یووالي حکومت دجوړېدو طرحه د غني وه، دا سمه نه ده، ځکه امریکا همداسې غوښتل چې واک د یوه کس په لاس کې نه وي، اوس چې همداسې شوي او غني په پټو سترګو د امریکا هر امر مني، حالات د خرابوالي په لور درومي. غني په دې سره سیمه ییز تضاونه زیات کړل، په سیمه کې نوي حرکتونه پیل شوي چې دا د افغانستان په زیان دي، افغان مشرانو په ځانګړې توګه غني ته په کار ده چې د سیمې هېوادونو د را خپلولو هڅې وکړي، امریکا زمونږ لوی مالي ملاتړی دی خو را سره د تل لپاره نشته، ځکه زمونږ ګاونډ کې روس او چین دي او د دوي خپلولو لپاره باید کار وشي، که له دوي سره راشه – درشه د واشنګټن له کړکۍ عیاره شي، ډېره ناوړه پایله لري، داسې حالات به راشي چې سوریه به د خلکو هېره شي.
د زلمي خلیلزاد ټاکنه دې شرایطو کې د افغانستان له پیچلې او اوږدې جګړې سره څه نه شي کولی، دا جګړه لا پیچلې کیږي، د خلیلزاد ورتګ اسلام آباد ته او بیا د پاکستان غولوونکې خبرې چې د سولې په بهیر کې دا ځل بې ساري همکاري کول غواړي، هسې د وخت تېرول دي او افغان چارواکي او عام خلک دې ژر په دې هیله ونه وسي چې سوله ټنګېدونکې ده، سوله هغه مهال راتلی شي، چې کابل د سیمې هېوادونو ته ووایي د امریکا لخوا ور ته مرستې راځي خو سیاسي پرېکړو کې خپلواک دی چې له بده مرغه داسې نه دي شوي او اتمر دې لار کې ډېرې هڅې وکړې، خو د امریکا او پاکستان له لوري له صحنې لرې کړای شو.
پای