کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زدكړې ضروري دي كه د ښوونځيو سوځول؟

زدكړې ضروري دي كه د ښوونځيو سوځول؟

نن سبا په ټوله پښتني سيمه كې خلك له ډېرو ناوړه او نابلده ستونځو سره لاس اوګرېوان دي.


د مثال په توګه ګراني، ناامني، وحشت، بربريت،غلاوي، اداري فصاد، نظرياتي جګړې،اقتصادي كمزوريانې، نښه يي توكې، قبلوي جنګونه، قومي فرقيي او ژبني فصادات،او داسي نور.


خو تر ټولو لويه ستونځه چې زموږ په سيمه كې موجوده ده هغه د تعليم نښتوالى دى.


دا سيمه چې څه له پاسه له درو لسيزو څخه نا ارامه ده او د دې سيمې خلك په خاصه توګه ځوانان كه څه هم له ټوپك او جنګ سره ډېر ښه بلد دي، خو له قلم او ښوونځي څخه بيا ډېر ليري پاته شوي دي.


په خوا به داسي وخت و چې په ټوله سيمه كې به يو ښوونځى هم نه و، خو چې نړۍ د يوۀ كلي بڼه اختيار كړه او خلك له يو او بل سره هر قسم مرستې كوي، نو په هر ځاى كې د ښوونځيو ښتون وشو، خو زموږ د بدبختي له وجې موږ خپل ښوونځي او مدرسې يا خو سوځوو او يا يې ړنګوو، د پيسو دپاره د نظريې په خاطر او يا په كومه بله پلمه.


ما چې كله په كوټه كې د يوۀ جامع مسجد له پېش امام محترم قاري نجيب الله څخه دا پوښتنه وكړه چې د ښوونځيو سوځونه تاسو څنګه ارزوئ؟ نو هغه په ډېره بې رحمانه او جلالي انداز كې راته وويل چې ” دا ډېر ښه كار دى ځكه چې دا د كفري نړۍ په پيسو باندې اباد شوي دي له دې سره دا رنګه عمل په كار دى ځكه چې په دې ښوونځيو كې زموږ ماشومانو ته غير اسلامي يهودي او عيسوي زدكړې وركول كېږي.”


كه څه هم له محترم قاري نجيب الله سره يو هم داسي ثبوت نه و چې په دې سيمه كې ماشومانو ته په دې وجه په ښوونځيو كې غير اسلامي يهودي او يا عيسوي زدكړې كېږي، خو بيا يې هم د ښوونځيو سوځول يو روا او جايز كار وبالۀ.


امين الله چې د جميعت القرآن مدرسې د ديني زدكړو اوستاد دى، كله چې مې له هغه څخه په دې اړه پوښتنه وكړه نو هغه په خپل ځواب كې راته وويل چې “زه په دې نه پوهېږم چې دا د ښوونځيو سوځول نړول او يا بندول څوك كوي او دا كار د چا په خوښه كېږي او ولې كېږي، زما په خيال د دې مطلب دا نه دى چې په دې ښوونځيو كې غير اسلامي زدكړې وركول كېږي، يا د نجونو زدكړې نشته په اسلام كې بلكې په دې كار كې د بل چا لاس دى ، هغه خلك زموږ ترقي او تر مختګ نه غواړي،هغه دا غواړې چې موږ  او قلم ،موږ او كتاب دي ډېر ليري سره پاته شو” كه چېري دا خبره سهي وي چې د خلكو د خيال وي چې موږ او قلم موږ او كتاب دي ليري سره پاته شو نو دا نه شي كېدى ځكه چې موږ په ټولنه كې اوس هم  ډېر باشعوره خلك شته.


د دې سوال د ځواب د مندلو دپاره چې ” ايا د ښوونځيو د سوځولو عمل څنګه كار دى” نو ما هم سپيه خولۍ پر سر كړه او د يوې ديني مدرسې په لور  روان شوم، كله چې مدرسې ته ورننوتم نو د ملا صاحب مخ ته په ريل كې قرآن مجيد دوه درې كتابونه او څو نرۍ لښتې ورته پرتې وې، او خپلو زدكوونكو ته په زدكړه بوخت و.


كله چې مې له هغه څخه د نامۀ پوښتنه وكړه نو په خندا كې يې راته وويل چې د نامۀ نه بلكې د كار پوښتنه كوه څنګه راغلى يې؟.


نو سمدستي مې له ملا صاحب څخه دا پوښتنه وكړه چې”مولوي صاحب زموږ په ټوله سيمه كې ښوونځي سوځول كېږي نو دې عمل ته تاسو په كوم نظر كورئ؟” مولوي د يخو اوبو د څښلو د ست څخه وروسته راته وويل چې” ګوره هر عمل چې كېږي بايد د هغه پوښتنه يوار وشي، د مثال په توګه زه ځم ښوونځى سوځوم ولې يې سوځوم؟ بايد دا پوښتنه خو يوار وكړم چې رښتيا په دې ښوونځي كې ماشومانو ته غير اسلامي، يهودي، عيسوي، او يا د كوم بل مذهب دپاره زدكړې وركول كېږي او كه زموږ ملي او قامي سبق ورته ويل كېږي.


بله دا چې ته د دۀ نصاب وګوره چې په كتابونو كې يې څه ورته ليكلي دي او څه ورته وايي، ته له ماشوم څخه دا پوښتنه وكړه چې، په ښوونځي كې خو تاته دا نه وايي چې دا طالبان ظالمان دي دا ناروا كوي او داسي نور، كه يوه خبره دلته بله ورسره وتړم نو دا به ووايم چې دا خلك دي ښوونځي نه سوځوي بلكې هغه دي د خپلې خوښې نصاب ورسره ګډ او غوره كړي.”


ښوونځي او په هغو كې د قرآن كريم د نسخو او مقدسو كتابونو سوځول ضروري دى او كه د هغوى ساتنه او يا پالنه؟” نو په كوټه كې د پاك جاپان انګليش لېنګويج سنټر  زدكوونكې رابعه سيد چې د باميانو د ولايت اوسېدونكې ده په ماته ګوډه پښتو كې راته وويل”د ښوونځيو سوځول يا بندول دا غېر انساني او غېر قانوني عمل دى كوم خلك چې دغه كار تر سره كوي ، نو دا طالبان نه بلكې د وطن خاورې، او پوهې دښمنان دي “


خبره دا نه چې لوستي خلك په دې پوهېږي چې د ښوونځيو سوځول او په خپل اولس باندي د زدكړې دروازې تړل د پسماندګۍ او پر شاه تګ لامل دى او د ترقي اوپرمختګ لاره نيسي خو نا لوستي وګړي هم په دې پوه دي چې زدكړه د هوسايۍ بنسټ ده.


سعيدالله چې له شاخوى څخه په مزدورۍ او خوارۍپسې كوټي ته راغلى او په سرۀ لمر ولاړ و شكې او خښتې يې پورته كولې راته وويل ” زه په دې ښه پوهېږم كه چېرې ما زدكړه كړې وى نو ما به اوس ولې په پردۍ مزدورۍ كې لاس دا رنګه تڼاكې و، ها دا وګوره دا مې حال دى ، نو كه زما بچى زدكړې نه وكړي نو خو د هغه به هم دا حال وي”
 
لاسونه او پښې ځانته را نيژدې كړو چې ماښام شي
له ويري څخه بندې دروازې كړو چې ماښام شي


اسمان هم په ډبرو باندې ولو ، كرۍ ورځ
په وينو باندې سرې، د ښار كوڅې كړو چې ماښام شي


بدل شو له فطرته، د ريندانو په مذهب شو
قربان له سوركو شونډو، سجدې كړو چې ماښام شي


په ورځ د زاهدانو ، غوندې ګرځو په كرار
بدلې د بلا غوندې څېرې كړو چې ماښام شي


شايد چې له يو بل څخه وېرېږو، په روڼا كې
د كلي د كورونو، ډيوې مړې كړو چې ماښام شي


د ورځې د افتاب غوندې راووځو زړور
تاثيره! بېرته قتلې ارادې كړو چې ماښام شي