کور / تازه خبرونه / په قطر کي طالب استازو د زلمي خليلزاد سره وکتل

په قطر کي طالب استازو د زلمي خليلزاد سره وکتل

طالبان وايي د سیاسي دفتر مذاکراتي ټیم  چې په ترکیب کې یې د سیاسي دفتر رئیس الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر غړو شیخ  شهاب الدین دلاور ، قاري دین محمد حنیف ، الحاج محمد زاهد احمدزی او محمد سهیل شاهین شامل وو، د امریکا  مذاکراتي ټیم سره چې مشری یې د افغانستان لپاره د امریکې خاص استازي داکتر زلمي خلیلزاد کوله ، د روان میلادي کال د اکتوبر په ۱۲مه  نیټه په دوحه کې وکتل او طالبانو په وينا د اشغال پر خاتمه اود افغانستان د مسئلې په سوله ایزحل یې خبرې وکړې.
په دې اړه لراوبر ويبپاڼي ته په راليږل سوي خبر کي طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي: “داسلامي امارت استازو دمشکلاتو دحل او واقعي امن په راتلو کي دخارجي ځواکونو موجودیت لوی خنډ وباله او زیاته یې کړه چي افغانستان یو اسلامي هیواد دی، خپل  اسلامي ارزښتونه او ثقافت لری. د هغو په پام کې نیولو سره دې دواقعي او افغان شموله حل لپاره هڅې وشي”.
د مجاهد په وينا په پای کي دواړو لوریو موافقه وکړه چې خپلو غونډو ته به په راتلونکې کې دوام ورکوي.
 د يادوني وړ ده چي خليلزاد د سولي په اړه د امريکې په نمايندګي خپل سفر په لړ کي لومړی افغانستان، بيا پاکستان، سعودي او قطر ته سفرونو وروسته بيرته کابل ته ستنيږي.