کور / سپورټي / انګلستان په لومړي ځل یو افغان لوبغاړی حمیدالله قادري د ملي ټیم لپاره روزي

انګلستان په لومړي ځل یو افغان لوبغاړی حمیدالله قادري د ملي ټیم لپاره روزي

انګلستان په لومړي ځل یو افغان لوبغاړی حمیدالله قادري د ملي ټیم لپاره روزي

انګلستان د خپل ملي ټیم لپاره ۱۸ لوبغاړي روزي چې په هغو کې یو تن حمید الله قادري هم دی چې په اصل کې په افغانستان کې زېږېدلی او دا مهال هلته اوسېږي.

د کرېک انفو د راپور له مخې حمیدالله ۱۷ کلن دی او دی سپېنر بالر دی.

انګلستان د کرکټ دغه ۱۸ لوبغاړي د راتلونکو ژمنیو روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کې په انګلستان او هندوستان کې روزي.

انګلستان په داسې حال کې په خټه یو افغانی لوبغاړی د انګلستان ملي ټیم لپاره روزي چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د تېرو کلونو په اوږدو کې په نړیواله توګه ډېر ځلېدلی او ګڼې لاسته راوړنې لري.

اسراراحمد څپاند