کور / سياسي / په اسلام کي د قلم ارزښتونه خو طالب يې نه مني!

په اسلام کي د قلم ارزښتونه خو طالب يې نه مني!

ليکوال: ح حقوېش

په ټولنیزو رسنیو یوه ویډيو لاس په لاس کیږي، چي د قلم جار په نوم یو مسافر چي اصلي نوم يې عبدالولي دى له کویت راغلی او طالبانو نیولی دی. په ویډيو کي مالومیږي چي قلم جار ښه پوره وهل شوی دی. له هغه وروسته طالبان ورنه ویډیو جوړوي او په ویډیو کي له هغه نه ډول ډول پوښتني کوي.
په لومړي ځل د قلم پوښتنه ورنه کوي، چي قلم دي چيري ده؟
دى وايي چي قلم رانه پاتي ده.
بيا يو بل طالب راځي ده ته قلم نيسي. او ورته وايي چي په دې قلم دي څوک چپه کول؟
دى چي ډير وهل شوى دى وايي ځان مي باندي چپه کړ، ته وينې چي په وينو باندي لت پت يم.
طالب ورته وايي بيا خو به داسي نه کوې؟
دى نه! بيا ولي داسي کوم د بدن غړيو ته اښاره کوي خپل ټپونه ورته ښيي چي داسي يم، پوزه مي اوس هم له وينو ډکه ده.
طالب بيا پوښتنه کوي وايي چي دا د قلم زور وو که د توپک؟
دى وايي توپک وو چي داسي يې ووهلم.
يو بل طالب پوښتنه کوي وايي چي قلم زور دى که توپک؟
دى وايي چي د قلم خو خالي ږغېدا ده پوهي سوې.
هغه طالب بيا پوښتنه کوي چي بيا دغسي کنځا کوې که نه؟
دى ورته وايي نه،
طالب بيا ورته وايي نو ووايه چي …. مي خوړلي دي.
دى ورته وايي زه څه ووايم چي …. مي خوړلي دي، زه درته وايم چي زما دا اوس هم ولاکه عصاب کار کوي. له دې سره ويډيو پاى ته ورسيږي.
او بل ځای په ټولنیزو رسنیو د قلم جار یو عکس هم لاس په لاس کیږي چي د دوو اسلحه لرونکو په منځ کي ولاړ دی، او د هغه د بې عزتۍ او سر ټیټۍ لپاره یې یو قلم هغه ته په خوله کي ورکړی دې. چي خلک په دې ډول وډار کړي څو بیا په طالبانو پسې لیکل ونکړي.
لومړۍ خبر دا ده چي موږ تاسو ډیر داسي خلک پېژنو چي په کابل کي ناست دي او په دولت پسې هر ډول خبري او ليکني کوي خو دولت هیڅ وخت دې خلکو ته نه ګواښ کړی دې او نه یې څه ورته ویلي دي. بل دا کس مالومه خبر ده چي دماغي ناجوړي لري. دې کس که دماغي ناجوړي نلرلى نو ډیره ناممكنه وه چي دا کس دي د طالبانو تر واک لاندي سیمو ته تللی وې. ځکه د طالبانو تر واک لاندي سیمو ته د یو ږیر خرېیلي تګ دومره ګرانه خبره ده لکه څوک چي ځان وژنه کوي. هلته طالبان له ډیرو پوښتنو ګروېژنو سره سره وهل او ډبل هم کوي چي ږیره دي خرېیله ده د دولت کوم کس یې. او قلم جار ښکاره ده چي دماغي ناجوړي لري چي په طالبانو د نیوکو سره سره بیا هم د طالبانو تر واک لاندي سیمو ته تللی دی. او بل چي دولت د بیان آزادي ته څه نه وایي نو طالبان بیا ولي خلک وهي، ډبوي او ګواښي يې. دا هم د طالبان په بې غورۍ او ظلم دلالت کوي چي د دوی هر څه له مړې خېټي دي.
دا هر څه زموږ په ټولنیز ژوند کي له تېرو څلوېښتو کالو تکراریږي چي د هر چا زړه وغواړي نو د خپلو ګټو لپاره له اسلامه او مسلماني کار اخلي او ناحقه انسانان تر تیغ باسي.
بله خبر د قلم دې چي طالبان په دې ویډیو کي د قلم هم بې عزتي کوي او هغه ته په سپکه سترګه ګوري چي تر قلم توپک غوره دې، انسانیت او اسلامیت د پرمختګ لپاره یواځینی شیی دی چي هر څه ته سمون ورکوي. خو قلم هسک څېښتن تعالاﷻ هغه څپېڅلې وسيله دې نړۍ ته رالېږلې ده، چي د علم او پوهي په خپرولو کي يې پراخه ونډه اخستې ده، د قران شريف د سُوۡرَةُ العَلق په 4 ايات کي وايي:
الَّذِى عَلَّمَ بِالْقَلَمِ
ژباړه: چي هغه د قلم په مرسته (انسان ته) علم وښودی؛

د دې ښکاره دلیل دی. همدا قلم وو چي تر موږ یې قرآن، حدیث او پوره دین رارسولی، موږ ته یې د حق او باطل توپیر کړی، موږ یې د خپل تېر تاريخ سره بلد کړي یو، د هغوۍ ګړدود اولیک دود یې راښودلی، آن چي موږ ته یې د ژوند ټول چاپیریال راښودلی. که راشو ننني عصر ته راته څرګنده به شي چي قلم د فکري جګړې ستره حربه ګرځیدلې، په ذهنونو د قلم د کرښي اغیز له هرڅه نه زیات دی.
همدا ډول هسک څېښتن تعالاﷻ په قلم باندي قسم یاد کړی دی،
نٓ ۚ وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ(سُوۡرَةُ القَلَم: 1)
ژباړه: نون؛ قسم دی په قلم او په هغه څه چي ليكونكي یې ليكي،
دا کفایت کوي چي موږ پوهي شو چي قلم څومره مقدسه وسیله ده، او دبشریت په لارښونه کي څومره ژوره اغیزه لري، قلم د بشریت په لارښونه او پرمختګ کي خورا ژور اهمیت لري، او د بشریت د لارښوني لپاره هغه مقدسه اوسپیڅلې وسیله ده چي بشریت يې د جاهلیت له تورو تیارو څخه د نور، علم او تمدن رڼا ته رسولی دی. د رسول اللهﷺ یو حدیث دې چي وايي:
إن أول ما خلق الله القلم(رواه أبو داود والترمذي)
ژباړه: قلم دالله تعالاﷻ لومړی مخلوق دی،
الله تعالاﷻ د بشریت د لارښوني اوسوکالۍ لپاره تر ټولو وړاندي په خپل غوره کړي پیغمبر حضرت محمدرسول اللهﷺ د سورت علق دا پینځه مبارک آیاتونه نازل کړل:
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِى خَلَقَ(1) خَلَقَ الْإِنسٰنَ مِنْ عَلَقٍ(2) قْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ(3) الَّذِى عَلَّمَ بِالْقَلَمِ(4) عَلَّمَ الْإِنسٰنَ مَا لَمْ يَعْلَمْ(5)
ژباړه:  [اې پېغمبره (ص)!] ولوله، د خپل رب په نوم چي هغه (ټول مخلوقات) پېدا کړي؛ د كلكي شوي ويني له يوې ټوټې څخه یې انسان هست کړ؛ ولوله، او ستا رب ډېر مهربان دی؛ چي هغه د قلم په مرسته (انسان ته) علم وښودی؛ انسان ته یې هغه علم ورکړ، چي هغه پرې نه پوهېدی.
نو قلم هغه څه دى چي دې نړۍ ته هسک څېښتن تعالاﷻ رالېږلى دى، چي د هغه په وسيله يې موږ ته غوره او څپېڅلې لار راښودلې ده. موږ د هغه په وسيله کولى شو ځان له ناخوالو او بدمرغيو وژغورو، همدا قلم دی چي د مظلومانو له کړیکو اوسلګیو، توپانونه جوړوي او د ظالمانو پولادي برجونه ړنګوي. همدا قلم دی چي پخوانیو امتونو د خپل تمدن، اخلاقو، غورځېدو پرځېدو او ناکامیو داستانونه د هغه په ژبه ليکل شوي او خپل راتلونکي نسل ته یې په میراث پریښي دي. همدا قلم دی چي پخپلو نریو لیکو او رنګونو د یو چا د ژوند راتلونکى بدلوي. همدا قلم دی چي خلک دده له برکته خپل حسب او نسب پیژني. همدا قلم دی چي د تېرو انسانانو د زوال او عروج کیسې یې ثبت او انځور کړې دي. همدا قلم دی چي انسان ته انسانیت زده کوي او د خیر ښیګڼې لار ورته په نښه کوي. همدا قلم دی چي د انسان په ذهن کي انقلاب راولي او د ده ويده فکر راويښوي بيا يې له میني او یا هم له کرکي ډکوي. د همدې قلم په څوکه د نړۍ سترې معاهدې لاسلیک شوې او د ملیونونو انسانانو ژوند ژغورل شوی دی. همدا قلم دی چي نغمې، ولولې او هنګامې زیږوي او ترانې لیکي. همدا قلم دی چي په ولسونو کي شور او ځوږه رامنځته کوي، شعور او خودي راویښوي او د لاشعور او بي خودۍ احساس ته ټکان ورکوي. نو ځکه خو ددې قلم هره لیکه جالبه ده، جذبه ده او د شاعر په ژبه یو جنون دی. ددې قلم هره کرښه یو فریاد دی، یوه کړیکه ده او انګار دی.
کېداى شي تاسو ته دا پوښتنه پيدا شي، چي  طالبان انسان ته احترام نلري چي د مځکي په سر هر څه د همدې انسان لپاره پيدا شوي دي نو قلم ته به څه احترام ولري. بلکل دا يوه حقيقت خبره ده، چي څوک د هسک څېښتن تعالاﷻ بندګانو ته احترام نه لري په ډيره بې رحمي يې وژني، د بدن له غړيو يې بې برخي  کوي، تدريسګا ورته په اور کي سوځي، کتاب سوځي او د ناهله کتاب تور باندي پوري کوي، معليم په تار حلالوي، د شاګردانو په مخ تېزاب شيندي، د زراعت لپاره اوبه نه ورته پرېږدي چي ډنډ ورته جوړ کړي، ډاکټر وژني، سړک ورانوي، ودانۍ ورانوۍ انسان خوشحالتيا ته نه پرېږدي. دا ټوله قلم ته د نه احترام لامل دى، که قلم ته په درنده سترګه وکتل شي نو هغه څه ته هم په درنده سترګه کتل کيږي کوم څه چي په قلم ليکل شوي دي، کتاب ته چي په درنده سترګه وکتل شي علم ته په درنده سترګه کتل دي. او علم ته په درنده سترګه کتل ټولني ته خوشحالتيا او سرلوړتيا وربخښي.
نو په يوه ټولنه کي چي قلم ته په دومره ټيټه سترګه کتل کيږي او توپک تر هغه غوره بلل کيږي چي د انسان د وژلو لپاره جوړ شوى دى، نو تاسو فکر وکړئ موږ به ولي له څلورو لسيزو راپديخوا نه کړيږو. ضرور به کړيږو چي واک مو د ناهلو په لاس کي دى هغوۍ چي د خپلو ګټو لپاره وغواړي اسلام هغې خواته نژدې کوي. تاسو وګورئ چي د قلم په هکله په خپله هسک څېښتن تعالاﷻ يادونه کړې خو دوى يې په بدل کي توپک ښه ګڼي او د قلم خاوندانو ته په سپک ګوري. کوم خلک چي د هسک څېښتن تعالاﷻ له اياتونه سر غړونه کوي په هکله يې وايي:
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِـَٔايٰتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُم بَدَّلْنٰهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا الْعَذَابَ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا( سُوۡرَةُ النِّسَاء: 56)
ژباړه:  كومو خلكو چي زموږ د ايتونو له منلو څخه انكار کړيدى، هرومرو به يې اور ته ننباسو؛ او كله چي د هغوى د بدن پوټكي والیېل (وسوځول) شي؛ نو د هغو پر ځاى به نور پوټكي ورکړو چي د عذاب خوند ښه وڅكي. الله ډېر زورور دى او د خپلو فېصلو د عملي كولو په حكمت ډېر ښه پوهیږي.