کور / تازه خبرونه / اقبال خيبر: د سولي عالي شورا دي زموږ حرکت نه بدناموي

اقبال خيبر: د سولي عالي شورا دي زموږ حرکت نه بدناموي

د سولي شورا مشر کريم خليلي پرون چهارشنبه د یوې غونډي پر مهال چي د هيواد سياسیونو، مدني فعالانو او سیاسي احزابو ګډون په کښي درلود، د لاسته راوړنو د نشت له کبله د سولي ولسي حرکت خپله لاسته راوړنه وبلله.

د سولي ولسي حرکت مشر اقبال خيبر نن په يوه ويډيوي پيغام کي د نوموړي خبري رد کړې او ويې ويل چي د سولي شورا همکاري نه ده کړې، بلکي له پېله د همدې شورا مسؤلینو هڅه کړې چي له منځه ﺉې یوسي.

خيبر زياته کړه چي د سولي ولسي حرکت یو خپلواک او د ولس له منځه راټوکېدلی حرکت دی چي د افغان وګړو له پاره سوله او د جګړې ختمېده غواړي، دوی دي دا حرکت نه بدناموي.

#سوله

#PPM