کور / راپور / د پارلماني ټاکنو لپاره ۷ نوماندان د وروستي نوملړه حذف سوي دي

د پارلماني ټاکنو لپاره ۷ نوماندان د وروستي نوملړه حذف سوي دي

د ټاکنيزو شکايتونو  خپلواک کمېسون وايي، چي د ځينو سرغړونو او ناقانونه کړنو له امله ئې ولسي جرګې ته له نوماندانو له ليست څخه اووه تنه ليري کړي دي.

په حذف سويو نوماندانو کي ئې ځينو له خپلو برحاله دندو څخه استعفا نه وه کړې او ځينو ئې د ټاکنو لپاره د نوماندۍ قانونی عمر نه وو بشپړ کړي.

د تاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسون وياند علي رضا روحاني وايي، د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمیسیون ته له قانوني وخت وړاندي د کمپاینونو د پیلېدو ۱۷۰ شکایتونه رسېدلي وه، او  اړوندو سرغړوونکو ته ئې سرغړوني اورول سوې چي اوس د جریمې پر پرې کولو بوخت دي.

د نوموړي په خبره، د کمپاين په قانوني موده کي ئې د سرغړوني ۳۱۱ قضيې ثبت کړي دي، چي له دې جملې څخه د ۲۱۴ قضيو څېړنه بشپړه سوې ده او د نورو قضيو ارزونه روانه ده چي پايله به ئې ژر اعلان سي.

له دې وړاندي پر خواله رسنيو داسي يو ليست خپور سو چي د هغه نومامندانو نومونه پکي ځای پرځای سوې وه چي ګڼي د زياتو لګښتونو  له امله ئې له نوماندانو له ليست څخه غورځول سوي دي. خو د شکایتونو اورېدو کمیسیون دا ليست دروغ وباله خو زياتوي چي  نوماندانو ته د قانون له مخي د ټاکنیز کمپاین په اړه د لګښت کچه معلومه ده، دوی باید د عایداتو کچه معلومه او د خپل لګښت رپوټ د ټاکنو کمیسیون ته ورکړی وای.

د نوماندانو له نوملړه  د لیرې سویو کسان په لاندي ډول دي:

شمېره نوم ولايت د ليري کېدو عامل
۱ عبدالکریم شفق فراه په حبس محکوم او بندي دی
۲ حبیب الله غوریاني هرات مخکي په څه باندې ۱۰ کاله بند محکوم سوی دی
۳ عبدالله ساحل کندوز پروخت ئې استعفا نه ده کړې
۴ احمد شاه سادات الحسیني هرات د ایران تابعیت لري
۵ روهینا ولیزۍ میدان وردګ پر وخت ئې استعفا نه ده کړې
۶ غلام نبي ساقي غور پر وخت ئې استعفا نه ده کړې
۷ سمیرا خیرخواه بلخ قانوني سن ئې نه دی پوره کړی