کور / راپور / عبدالجبار قهرمان په پارلمان کي خاورو ته وسپارل سو

عبدالجبار قهرمان په پارلمان کي خاورو ته وسپارل سو

عبدالجبار قهرمان چي تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه ګي د يو ماين چاودني له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، نن ئې جنازه په کابل کي خاورو ته وسپارل سوه.

جبار قهرمان چي له هملند ولايت څخه ولسي جرګې ته نوماند وو، تېره ورځ ئې په خپل ټاکنيز دفتر کي دده په څوکۍ کي د ځای پرځای سوي ماين د چاودني له امله ژوند له لاسه ورکړ.

د قهرمان جنازه د هلمند د والي، امنيه قومندان او نورو ولايتي چارواکو او قومي مشرانو په بدرګه له مرکز لښکرګاه څخه د ښوراو هوايي اډې ته يووړل سوه او له هغه ځايه کابل ته په پوځي الوتکه کي کابل ته انتقال سوه.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، د افغان دولت او د قهرمان د کورنۍ په غوښتنه ئې د هغه مړی کابل ته ولېږدوی ترڅو هلته خاورو ته وسپارل سي.

د قهرمان د جنازې په مراسمو کي د ولسمشر اشرف غني په ګډون ګڼو لوړ پوړو چارواکو برخه اخيستې وه.

اشرف غني نوموړی يو زړور او پوه شخص ياد کړ.

عبدالجبار قهرمان په ټلويزوني بحثونو کي ئې پراخه ونډه اخيستل او له همدې لاري ډېرو خلګو پېژندلی وو، نوموړی د حکومتي چارواکو او ګڼو سياسيونو باندي سختي نيوکي کولې او هغوی ئې په فساد تورنول.

عبدالجبار قهرمان څوک وو؟

عبدالجبار قهرمان د محمد حسن زوی وو او په ۱۳۳۷ کال کي د کندهار په بولدک ولسوالۍ کي زېږېدلی وو.

په ۱۳۶۱ کال کي ئې د کابل حربي لیسې  څخه د دوولسم ټولګی څخه فارغ سو او په ۱۳۶۳ کال کي د کابل له حربي پوهنتون څخه د ليسانس په کچه زده کړي بشپړي کړې.

له هغه وروسته ئې لس کاله په حکومت کي د ملي اردو د قومندان په توګه دنده ترسره کړه او رتبه یې تر تورن جنرال رسېدلې وه.

نوموړی دوه کاله وړاندي په  سويلي ولايتونو کي د ولسمشر لپاره د امنيتي سلاکار په توګه وټاکل سو، چي وروسته ئې خپله دنده پرېښوده.

د قهرمان د وژني په غبرګون کي د خواله رسنيو ګڼو کارونکو، سياسي او دولتي مشرانو او ولسي وګړو خواشيني څرګنده کړې ده.

د قهرمان وژنه د سعودي عربستان د شاهي ماڼۍ له لوري هم غندل سوې ده .

له دې وړاندي هم په هلمند کي له همدې ولايت څخه د يو بل نوماند صالح محمد اڅکزي په تاکنيزه غونډه کي ځانمرګي بريد د نوماند په ګډون ګڼ شمېر وګړي ووژل.

د افغانستان پارلماني ټاکني د ميزان مياشتي پر اته ويشتمه د شنبې په ورځ کېدونکي دي، چي پر وړاندي ئې امنيتي ستونزي ستر ګواښ ګڼل کېږي.