کور / خبرتیا او پيغامونه / د کندهار او هلمند د وروستي وير په اړه د اسدالله خالد د خواخوږۍ پيغام

د کندهار او هلمند د وروستي وير په اړه د اسدالله خالد د خواخوږۍ پيغام

د  افغانستان اصیلو بې ډاره، زړورو او ژبورو سرتېرو د شهادت په تړاو د امید سبا خوځښت چار سمبالي الحاج اسدالله خالد د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره خبرېږو  چې په وروستیو دری ورځو کې افغانستان خپل ګڼشمېر اصیل بچيبې باکه او بې ډاره سرتېري، د هیواد ګټو ته ژمن د فکر او عمل ککرۍ لکه شهید جنرال عبد الجبار قهرمان، شهید جنرال عبدالرازق اڅکزی، شهید جنرال عبدالمومن حسینخېل او ملګري یې د خاورې د عزت او شتمنیو ذلیلو دښمنانو لخوا په شهادت رسېدلي. دوۍ د هیوادداسې سپین زړی او سپین ویونکی بچی ول چې د حق ویلو، حق غوښتلو او حق پاللو په ځای کي د خپلې مبارزې له پیله بیا تر شهادته پورې ونه ډارېدل، په شا نشول او خپلو خلکو او وطنپرستې ایډیالوژۍ ته ژمن پاتې شول. د امید سبا خوځښت د دې هیواد دښمنه عمل غندلو تر څنګ په امنیتي ادارو غږ کوي چې د هیواد دې زړورو بچو د شهادت په تړاو دې جدي پوښتنې وشي تر څو په دننه او بهر کې د خائینو عناصرو په پېژندنې سره د نورو اتلانو غم ته کينه نو. د اتلو شهیدانو په ګورونو دې د نور او رحمت او په کورونو دې د صبر او زغم پرښتې نازلې شي. 

 

إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون

الحاج اسد الله خالد

د امید سبا خوځښت چار سمبالی

https://www.facebook.com/156772534354136/posts/2089630794401624/