کور / خبرتیا او پيغامونه / پر وروستيو پېښو د جنرال حمدالله نازک پيغام

پر وروستيو پېښو د جنرال حمدالله نازک پيغام

دافغانستان دروند ملت ته تسليت وايم.

د اتل شهيد جنرال صاحب رازق خان دي روح دي ښاد وي.

په هلمند او کندهار کي د وروستيو خونړيو پېښو ټولو شهيدانو ارواحو ته د خدای له درباره جنت فردوس او زخميانو شفا غواړم او کورنيو، انډيوالانو او درنو هيوادوالو ته د زړه صبر غواړم.

د کندهار د پېښي په اړه دي د پاکستان د پوځ ادارې په خاصه توګه ای ايس ای د خلکو د فکر غلطولو کوښښ نکوي، ټول پوهيږي چي جنرال رازق د ډيورنډلاين او د واقعي سولي د راتګ قرباني سو خو دښمن ته دي دا هم معلومه وي چي هغه نور هم داسي ملګري لري چي دښمن به يې ددې لوی ملت د ټوټه کولو او د سولي ضد شوم اهداف و ګور ته يوسي.

موږ پوهيږو چي شهيد جنرال رازق خان د سولي لپاره هڅي ډيري کړي وې او په ډاگه د ډيورنډ لاين د رسمي کيدو پر ضد د جنګ ميدان ته ووتئ خو خير؛ په جنګ کي حلوا نه ويشل کيږي موږ پوهيږو او زموږ مبارزه به جريان لري.

دا چي ملامنصور، ملابرادر او ملاعبيدالله هم د سولي قرباني سوه او هغه جاسوسان چي په شکل داشکالو دا مملکت پلوري هغه ټول معلوم دي انشالله بري به اخير زموږ وي.

و من الله التوفيق

په احترام

جنرال حمدالله نازک