کور / تازه خبرونه / له کندهار او غزني پرته په ټولو ولايتونو کي د ټولټاکنو پروسه روانه ده

له کندهار او غزني پرته په ټولو ولايتونو کي د ټولټاکنو پروسه روانه ده

نن سهار له کندهار او غزني پرته د افغانستان په ۳۲ ولايتونو کي د ولسي جرګې نوماندانو ته رايي ورکولو بهير پيل سو، په دې ټاکنو کي به افغانان د خپلي خوښي نوماند ته رايه ورکوي تر څو په پارلمان کي ددوی استازولي وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسون د شمېرو له مخي څه کم نهه مليونه افغانانو د رايي ورکولو لپاره نومليکنه کړې ده.

نن د سهار پر اووه بجې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او لومړۍ مېرمني خپلي رايي وکارولې او له دې سره له دوو ولايتونو پرته د افغانستان په ټولو ولايتونو کي د رايي ورکولو بهير پيل سو او د ماځيګر تر څلورو بجو پوري به دوام وکړي.

د انتخاباتو د کمېسون په وينا، که چيري د رايه ورکونکو شمېر زيات وو نو په هغه سيمو کي به د رايي ورکولو وخت تمديد کړي.

له غزني او کندهار پرته په ټول افغانستان کي د رايي ورکولو مرکزونو ته خلګ ور روان دي او د خپلي خوښي نوماند ته رايه ورکوي.

په غزني کي د سياسي ناندريو له امله له لويه سره په دغه ولايت کي ټاکني ځنډول سوي وې او کېدای سي د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو سره يو ځای پارلماني انتخابات هم وسي.

په کندهار کي د پنجشنبې ورځي د خونړي بريد له امله په دغه ولايت کي انتخابات ځنډول سوي دي او د عقرب د مياشتي پر ۵ نېټه به په کندهار کي ټولټاکني ترسره سي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسون په خبره، دا چي د پنجنشنبې ورځي د بريد له امله د کندهار اولس په اروايي لحاظ اوس رايه ورکولو ته تيار نه دي د يوې اونۍ لپاره ئې په دغه ولايت کي ټولټاکني وځنډولې.

افغان دولت وايي، چي د ټولټاکنو د امنيت د تامين لپاره ئې دېرش زره ځواکونه ځای پر ځای کړې دي او خلګو ته ډاډ ورکوي چي په ډاډمنه فضا کي دي خپلي رايي وکاروي.

تردامهاله د کومي غټي امنيتي پېښي په هکله راپور نه دی ورکول سوی.

بله اندېښنه چي خلګ او د ټاکنو نوماندان ورسره مخ دي د بايومټريک ستونزه ده چي ګڼو مرکزونو ته نه دې لېږدول سوي، په ځينو مرکزونو کي کار نه کوي او يا هم د مرکز کارکونکي ئې په استعمال نه پوهېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون وعده کړې وه چي د بايومټريک له لاري به په ټولټاکنو کي د درغلۍ مخه ونيول سي، خو ځيني کسان شکايت کوي چي بايومټريک دستګاوي څنګه چي په کار وه هغسي کار نه کوي.

تمه ده د روانو پارلماني ټاکنو پايلي د راتلونکي عقرب مياشتي په نيمايي کي اعلان سي.