کور / تازه خبرونه / پنجاب پېښور ته د غنمو پر لېږد بنديز ولګاوه

پنجاب پېښور ته د غنمو پر لېږد بنديز ولګاوه


د پېښور د اوړو او غنمو كاروباريانو وروسته له هغه په احتجاج لاس پوري كړ چي د پنجاب ايالتي حكومت پېښور ته د اوړو او غنمو پر لېږدولو بنديز ولګاوه.
په پېښور كي د غنمو كاروباريان وايي د پنجاب له ايالتي حكومت سره يې د اوړو قرارداد پاى ته نه دئ رسېدلئ خو هغوى ورباندي اوړه بند كړي دي، چي له امله يې په پښتونخوا ايالت كي د اوړو او غنمو بيه په چټكۍ مخ پر لوړه روانه ده او خلګ له يوه بحران سره مخ كېدونكي دي.
د پېښور د اوړو او غنمو د تجارانو اتحاديه وايي د جولاى له درويشتمي څخه تر پنځه ويشتمي نېټې پوري به يې اعتصاب روان وي، كه يې ستونزه حل نسي دغه وخت به نور هم وغځوي.