کور / تازه خبرونه / طالبانو دوه نور كسان امريكا ته د جاسوسۍ په تور اعدام كړل

طالبانو دوه نور كسان امريكا ته د جاسوسۍ په تور اعدام كړل

د شمالي وزيرستان طالبانو دوه قبايلي اوسېدونكي امريكا ته د جاسوسۍ په تور ووژل، او د هغوى تر څنګ يې داسي كاغذونه پرې ايښي چي پر ليكلي دي، څوك چي امريكا ته جاسوسي كوي دغه به يې انجام وي.
دا لومړى ځل نه دئ چي قبايلي او افغان طالبان د جاسوسۍ په تور ځيني كسان تر تېغ تېروي، يوه مياشت مخكي هم قبايلي طالبانو دوه افغانان د خلګو په مخ كي په همدې تور اعدام كړي وه، چي له امله يې پاكستان د افغان حكومت له سختو نيوكو سره مخ سو.