کور / تازه خبرونه / بيت الله مسود دي طالبانيزم پر عوامو نه تپي

بيت الله مسود دي طالبانيزم پر عوامو نه تپي


د مسلم ليګ قاف ګوند ايالتي وياند نګهت اوركزى وايي د طالبانو مشر بيت الله مسود دي طالبانيزم د پښتونخوا ايالت پر عوامو په زوره نه تپي.
نوموړي له جيو نيوز سره په يوه مركه كي وويل طالبان دي د اسلام مقدس دين له خپلي خوښي سره عوامو ته نه تشريح كوي، اسلام د سولي او صفايي دين او د بشر دپاره د سولي پيغام لري.
نګهت اوركزي وويل كه د پښتونخوا ايالتي حكومت په وړاندي د طالبانو له خوا هر راز تخريب پيل سي، د مسلم ليګ قاف اپوزېشن ګوند به د ايالتي حكومت او عوامو ملګرتيا كوي.