کور / تازه خبرونه / پنټاګان: افغانستان ته د نورو عسكرو لېږل د نوي حكومت كار دئ

پنټاګان: افغانستان ته د نورو عسكرو لېږل د نوي حكومت كار دئ


د امريكا د دفاع وزارت وياند جي اوف مورل د سي اين اين تلوېزوني شبكې ته وويل چي افغانستان ته د نورو امريكايي عسكرو د لېږلو پرېكړه به د امريكا راتلونكى حكومت كوي.
د نوموړي دغه خبري په افغانستان كي د امريكايي قواوو د قومندان هغي غوښتني ته ځواب دئ، چي افغانستان ته يې ۱۰۰۰۰ نوو امريكايي عسكرو د لېږلو غوښتنه كړې وه.
جي اوف مورل وويل افغانستان ته د نورو عسكرو لېږل يوازي هغه وخت امكان لري چي ولسمشر بوش په را روانه جنوري مياشت كي سپينه ماڼۍ نوي ولسمشر ته پرېږدي.