کور / تازه خبرونه / پېښور: تېل ګران دي، پايه جام ارتال شروع سو

پېښور: تېل ګران دي، پايه جام ارتال شروع سو


په پېښور كي ټرانسپورټي كمپنيو د تيلو د ګرانۍ له وجي پايه جام ارتال شروع كړ، چي له امله يې له پېښور څخه نورو سيمو ته د مساپرو تګ راتګ بند سوى او خلګ له زياتو مشكلاتو سره مخ دي.
د پېښور ټرانسپورټي كمپنيو د تيلو د ګرانۍ په خاطر اخطار وركړى و چي كه حكومت د كرايو د لوړولو اجازه ورنكړي دوى به اعتصاب پيل كړي، خو ايالتي حكومت يې غوښتني ونه منلې.
د كمپنيو د اعتصاب له وجي د چارسدې، كوهاټ، كويټي، كراچي او نورو ښارونو د موټرانو په هډو پوليس ځاى پر ځاى سوي دي، او له بله اړخه د پېښور پر جي ټي روډ باندي د تيلو د قيمتونو د لوړوالي پر ضد احتجاجي لاريونونه هم شروع سوي او ټايرونو ته اور اچول سوى دئ.