کور / تازه خبرونه / پيپلز ګوند: د بېنظير بوټو په قتل كي مسلم ليګ قاف لاس لري

پيپلز ګوند: د بېنظير بوټو په قتل كي مسلم ليګ قاف لاس لري


د پيپلز ګوند د پنجاب ايالت مشر چوهدري غلام عباس وايي د بېنظير بوټو په قتل كي د مسلم ليګ قاف ګوند د چوهدري وروڼو (چوهدري پروېز الهي، چوهدري شجاعت حسين، چوهدري مشاهد حسين) لاس دئ.
نوموړي په كراچي كي د بې نظير بوټو د پوليسو د مشر خالد شاهنشاه په جنازه كي تر ګډون وروسته دغه څرګندوني وكړې.
چوهدري عباس وايي د خالد شاهنشاه قتل اصلاً د پيپلز ګوند مشر آصف علي زرداري ته د خطر زنګ دئ.
خالد شاهنشاه د بلاول هاوس چي د بېنظير بوټو پخوانى كور دئ، د ساتونكو پوليسو مشر و چي د جولاى پر ۲۲-مه په كراچي كي د نامعلومو وسله والو له خوا ترور سو، نوموړى د بېنظير بوټو په ژوند كي هم د هغې ساتونكى و.
نوموړي وويل د كالا باغ ډيم د قضيې خاتمې ته پنجابيانو هركلى ويلى، ځكه چي دا د پاكستان د تجزيې دپاره يو سازش و.
چوهدري عباس د پاكستان پر پخواني حكومت تور ولګاوه چي د مسلم ليګ قاف ګوند چوهدري وروڼو ته يې لس ميليارډه روپۍ بانكي پور ور بخښلى دئ او زياته يې كړه چي پخواني حكومت د پاكستان اقتصادي چاري داسي كمپنيو ته په واك كي وركړي وې چي يو ډالر به يې خرڅ ملت ته ګټه رسوله، خو سل نور به يې ځني غلا كول.
دا لومړى ځل دئ چي د پيپلز ګوند كوم مشر په ډاګه د مسلم ليګ قاف ګوند ته د خپلي مشري بېنظير بوټو په قتل تورنوي.
د چوهدري وروڼو اصطلاح د پاكستان د مسلم ليګ قاف ګوند د هغو پياوړو غړو چوهدري پروېزالهي، چوهدري شجاعت حسين او چوهدري مشاهد حسين دپاره كارول كېږي چي ډېر ځله يې يوه او بل د دې ګوند مشري په لاس كي اخيستې ده، د يادوني وړ ده چي د پاكستان ولسمشر جنرال مشرف هم د دې ګوند غړى دئ او له چوهدري وروڼو سره نيژدې يارانه لري.