کور / تازه خبرونه / كندهار : د ژورنالستانو او ليكوالو ګډه ټولنه جوړه سول

كندهار : د ژورنالستانو او ليكوالو ګډه ټولنه جوړه سول

په كندهاركي دلومړي ځل لپاره دافغان ژورنالستانواوليكوالوپه نوم دژورنالستانواوليكوالانوګډه خپلواكه ټولنه جوړه سوه .


دغه ټولنه چې دګڼوكورنيواوباندنيورسنيودژورنالستانو، خبري رسنيومشرانو، ليكوالانوشاعرانواوقلموالوله لوري دكندهارولايت داطلاعاتوفرهنګ رياست دغونډوپه تالاركي دازادوټاكنوپه ترڅ كي جوړه سوه يومشر، مرستيال منشي اوويانداومشورتي جرګه ګۍ لري .


دټولني اساسنامه دغونډي دګډونوالوله لوري ترډيربحث وروسته تصويب سوه اوله مخي يي دجرمني دشپيګل ژورنال افغان ژورنالست نجيب الله اڅګزي دمشرپه توګه ، دكندهاركليدراډيودخپرونومسئول احمد فرزان دمرستيال اودشيخ طاهرفرهنګي ټولني مشرنعمت الله نالان دمنشي په توګه وټاكل سول.


دټولني دمشورتي جرګه ګۍ لپاره دټولني دټولوغړودرايي په اتفاق دكندهارپوهنتون استاد حيات الله رفيقي ، دافغان ازادي راډيومسئول سيدسروراماني ، دافغان كلتوري مركزمشرانجنيرروښان ، دځوانانودپياوړتيامركزمشرعبدالقديم پتيال اوليكوال سيدنادرشاه زغم ونومول سول .


دافغان ژورنالستانواوليكوالودخپلواكي ټولني مرستيال احمدفرزان په وينادټولني دجوړيداهدف دمطبوعاتوازادۍ ته وده وركول اودليكوالانواوژورنالستانوله مسلكي كارڅخه دخنډونوليري كولوپه لاره كي هڅي كول دي .


دښاغلي فرزان په ويناټولنه به يي هڅه كوي ترڅوځوان ژورنالستان وروزي اوپه ټولنه كي ديولړپرتوستونزوپه وړاندي مبارزه وكړي .


ديادولووړده چي تردي وړاندي په كندهاركي يوشميرنوري دغه ډول ژورنالستيكي اوفرهنګي ټولني جوړي سوي خوداچي دغه ټولنه به تركومه خپلوتاكلوموخوته درسيدولارومومي هغه څه دي چي وخت به يي روښانه كړي .