کور / شعر / سكيښتي پرهارونه

سكيښتي پرهارونه

مائي په زړه كي اميدونه دصباساتلې
ګوره چه څه راته خيالونوكي اشناساتلې


كه هرڅه ځان پري پوهېومه په دې نه پوهيږم
چي عاقبت ته  مي نصيب لاڅه پخواساتلې


ذاهده څه له دي اهونه ترخولې وختله
مائې داغونه په سينه كې له پخواساتلې


تاپه يوه شبګيرګريوانه په اوښكوولمباوو
ماپه ليموكې ورته ستوري د سماساتلې


موږ ته لاهسي محترم دي ستمګر خيالونه
ورته موسكيښتي پرهارونه دخنداساتلې


ترابه نه لروخپلوي دمرحمونوسره
غواړوئې نورهم كه داغونه خوشنماساتلې