کور / کیسه / ساړه خلک کاږه نیتونه

ساړه خلک کاږه نیتونه

لنډه کیسه

ليکنه: خوشال مزاروال

– ورځ مو په خېر اغلې سارا!

–  ستاسو دې هم په خېر وي ښاغلی ځیګر!

– داسې بریښي لکه چې د سفر تابیا لرئ!

– هو اغلې سارا! حدس مو پر ځای دی!

– چېرته له خېره!

– د زوکړې  هېواد په لور!

– څنګه حالات خو به ډېر ترینګلي نه وي؟

– د حالاتو ترینګلتیا سره روږدي یو! اخر په جګړو کې رالوي شوي یو! اوس هلته هر څوګ چې له کوره ووځي، په همدې هیله او اسره وي چې روغ رمټ کور ته راستون شي.

اغلې سارا د لنډې شېبې لپاره خپل تندی په ګورت کې نیسي، بیا له خوږې موسکا سره وایي:

– تګ دې په ښه شګوم نیسم! هېله منده یم چې په خوښۍ راستون شې! په همدې امېد خو ټول ژوندي یو! زه هم پلورنځي ته روانه یم چې د ماښام دخوړو په پار څه راوړم…..

– ښه سفر

– مننه! او له دې سره اغلې سارا په خپل سایکل سپریږي او لاره نیسي.

زه هم په داسې اکر کې چې د اغلې سارا خبرې مې په ذهن سیوری غوړوي ، د رېل تمځای ته رسم. ریل ګاډي ته پورته کیږم او کینم. خو د هغې دغه غونډله چې ((په امېد خو ټول ژوندي یو)) په وار وار مې په  ذهن کې اړوي را اړوي……

رښتیا څو کاله کیږي چې اغلې سارا مې ګاونډۍ ده. د خپل هېواد د چم ګاونډ په شان راشه درشه نه سره لرو، خو کله چې سره سترګې په سترګې شو، ګړه بړه کوو.  لهجه یې د ګاونډي هېواد سویډن خلکو ته پاتې کیږي. کېدای شي په ځوانۍ کې یې د چا زړه خپل کړی، او دلته راغلې وي. د ګړې بړې یو دک او دلیل یې شاید همدا وي چې هغه له ګاونډه راغلې. که نه دلته په اسانه څوک چاته خوله نه چینګوي…… ایکي یوازې اوسي. خو کله ناکله یو ځلمی وروسته له میاشتو راځي او سر ورښکاره کوي. کېدای شي زوی یې وي….

د اغلې سارا ګړه بړه مې ذهن د ګاونډیو په باب له رواني پوښتنو او ګروېږنو سره لاس او ګرېوانوي. هغه داسې چې د پردېسۍ په دې ژوند کې له ډېرو سره ګاونډی شوم. د ژمي د ساړو شپو ورځو او بادونو په څېر ډېر راغلل او لاړل. خو نه له یو بله سره کیناستو، او نه مو د زړه خواله سره وکړه. کله ناکله که د ګاډو په تمځای کې سره سترګې په سترګې شو، یو بل ته د سر په اشاره ښه راغلاست وایو، او له خبرو اترو ځان ژغورو…… زړه راته وایي چې دلته اړیکې د دې ځای د ګلونو او میوو په څېر بې بویه، بې خونده او بې مزې دي….. او دغه وسوسې او ننګیرنې هغه وخت نورې هم لاپسې غځیږي، کله چې په همدې ښار کې ډاګي کیږم، او د پوست چارې سمبالوم. هغه هم په هغه لور چې استوګن او میشت یم،  او ټول  یو بل سره په نومونو پېژنو. کیسه داسې ده چې  یو له ورځو په دندې بوخت يم، چې په ګاونډی مې سترګې نښلي. مست دی. پریمانه یې څښلي. ناببره یې نظر راباندې پرېوځي. سور او شین اوړي. په تندې یې ګونځې وینم چې پړسیږي. لکه په زړه یې چې اغزی راټوکېدلی یم. په ړومبي ځل د زړه تڼاکې راسپړي، هغه تڼاکې چې کلونه کلونه یې په زړه کې ښښې او پټې ساتلې دي. ژبه یې پېړه شوې. په ګډه وډ و سر دی. پولوکت غږوي. له ځاځ و پرغزه خوټيږي. خوله یې وچه وچه کیږي.  په څېره کې یې د کرکې او نفرت غونډۍ څپې وهي.  سیوری راته په کاڼو ولي. غواړم سترګې پټې کړم.  له سترګو یې پنا شم . خو بیاهم په تلو تلو کې مې په زړه نوکارې خښوي، په غوږ مې وهي چې له توکمه یې نه یم، تورسری او تالي څټی یم. یا هغه درب او خریز ته ورته چې په ګل بڼ کې یې راټوکېږم.  منډ مې په درغنو ولي. سترګې یې د بدبینۍ او کرکې کیسې کوي……

زه لا همدا وړۍ همداسې په خپلو فکرونو کې ورېشم چې د رېل چلوونکي خبرتیا مې پام ځانته اړوي. هوایي ډګر ته د تلونکو پردېسو لپاره وایي چې بویه په همدې تمځای کې ښکته شي، او تر ځمکې لاندې ګاډی(میترو) ونیسي. اخیستې اوږده سا د پوزې له لیارې باسم. ځان راټولوم. د میتروتمځای ته کېږم.  منټ دوه روسته مېترو رارسي. پورته کېږم. چلوونکی  نه لري. ټولې چارې یې د کمپیوټر له لیارې سمبالیږي. چوپتیا خپره ده. سپرلۍ پرته له ازار او اذیته ناستې دي. څوک لوستل کوي. څوک د ټیلفون د غوږیو له لارې سندرې اوري. شکرونه باسم. په زړه کې وایم ، ښه دی چې له عربو یو دوه نشته، که نه  اوس به یې ځوږ میترو په سر اخیستې وی. غلی کینم. شیبه لا تېره نه وي چې بیا د سوچونو او همدې کیسې په وربویي ننووځم. خو دا وار مې ښي اړخی ګاونډی اغلی پیتر او مېرمن یې اغلې شلوډه مخې ته دریږي. دواړو د لویدیځې نړۍ تر څنګ ختیځه هم لیدلې ده. په ځینو اسیایي ملکونو هم ګرځېدلي دي. د دغو خلکو په خوي او بوي ښه بلد دي. ان دا چې  د بړګندۍ په وخت کې خپلې څنګلې پرانیزي. اوږې در سره جنګوي. ستړي مشي او خواره مشي کوي. اغلې شلوډه هم د میړه نه کمه نه ده. په راشه درشه کې کورټ زمونږ په څېر ده. ځینې وخت نا ببره سر راښکاره کړي. بیخي لکه مونږ چې له خپلو خپلوانو سره دا شان سلوک کوو. که خوړو ته سره ناست یو،  له سته مته پرته لاسونه پرېمینځي، وایي(( د سپۍ په شان وږې ده.))  په ډوډۍ خوړلو پیل کوي، لکه پر یوه کاسه چې درسره لویه شوي وي.  د نورو لویدیځوالو په څېر نه ده چې کرکه وکړي او که ډېر اړ نشي، خواړه نه درسره خوري. هغه هم له یوه اجنبي او تورسري سره…..  زموږ په نبض او خوي بوي پوره بلده ده…….

د دې په پار چې زړه تنګي او له رواني بوج لاندې رانشو، ځینې وخت د رخصتیو په ورځو کې پلان جوړوي . تاریخي ځایونه او کلتوري پارکونه را باندې ویني.  د اغلې شلوډې له داشان کړنو مو ښه ایسي. په زړونو کې یې راته ژورغالی جوړ کړی دی….

موږ هم کله ناکله سر ورښکاره کوو ، څه چې په سړوبي کې لري، هغه راته په مخ کې ږدي. ځینې وخت د څښلو ست هم کوي. له ښاغلي پیتر او اغلې شلوډې سره مو سات تېریږي. کینو پاڅیږو. غم سره غلتوو، او شپې ورځې دي چې تېريږي…..

خو یو له ورځو د ښاغلي پیتر له خولې راووځي چې له دې ځایه کوچیږي. په اول کې ناسلا راته ښکاري. وایو ټوکې کوي. خو کله چې خبره له ټوکې ووځي او پټاکه کیږي. هیښنی کیږ و. د خواشینۍ لویه غونډۍ مو په زړه او ذهن را پرېووځي. نور تېر ګاونډیان مو هم د سترګو په وړاندې دریږي. په ځانګړې توګه هغه چې د نېشې په اکر کې د زړه بړاس راباندې باسي. د کرکې او نفرت بړاس. په سترګو سترګو کې د ستغو سپورو بړاس….. او بیا یې له دې ځایه د کوچېدو ورځ هم رارسیږي. دواړه سر راښکاره کوي. ستونی مې غریو نیسي. د مېرمنې په سترګو کې مې اوښکې زرغونیږي. د هغوی سترګې هم له اوښکو ډکې وي. اوښکې یې د ښه ګاونډیتوب کیسې کوي. د ښاغلي پیتر په لاس کې د کور پته وي. ټینګار کوي چې د تېر په څېر به اړیکې ساتو. کور ته د تګ بلنه راکوي، او په خپله مخه روانیږي. اونۍ لا تېره نه وي چې د نوي ګاونډي د پښو څپاری او ښکالو مې ترغوږو کیږي. شیبه پس څټ ته په وړه باغچه کې دوې وړې نجونې په منډو رامنډو او ترپکو کیږي. روح و روان مې له ځانه سره وایي: کاش دوی هم د ښاغلي پیتر او شلوډې د اخلاقو او کړو وړو له خومه رنګ اخیستی وي. خو هېر مې وي چې((څنګه غر هسې یې کربوړی.)) شپه دوه لا سبا شوې نه وي چې په نیمه شپه کې یې دایېل کوکې او ژړاوې راولاړیږي. څوک یې هډو تپوس نه کوي چې څه ستونزه لري. کرۍ شپه تر هغو ژاړي چې ستړي شي، او خوب ته پناه وېسي. داسې مو انګیرله چې ګوندې مور و پلار یې کاڼه دي. خو داسې نه وي. له دې هم بدتراو وراپله. د څښلو شوکیان او بېخرته روږدي وي. په نیمه شپه کې کله د خپلو بچو کوکي اوري. نه یوازې دا چې په وړو یې زمونږ زړونه ارې ارې کیږي، بلکې زمونږ له سترګو هم خوب و کرار تښتوي چې مونږ یې هم خواشیني کړي یو……

له ښاغلي پتر او اغلې شلوډې وروسته مو د ګاونډي په اړوند تمه د تاعون کیږي. خو سارا راته مالګې اوبه ښکاري. سره له دې چې دومره له خونې نه راووځي. خو بیا هم چې سره ووینو ګړه بړه کوو. که پلورنځي کې سره سترګې په سترګې شو، ورځ په خېرسره وایو…… او بیا بې درنګه مې د سارا د نن ورځې خبره د ذهن په چتر کیني:

– په خوښۍ راستون شې. ((په همدې امېد خو ټول ژوندي یو. ))

له دې سره د میترو وروستۍ تمځای رارسي. د سوچونو له تالابه را بهرېږم. سترګې مې د کوپینهاګن په هوایي ډګر نښلي. نور نو د سفر جنجالونه مې په خپله لمنه کې رانغاړي، او په همدې شوي پر مخه درومم…..

څه به مو سر خوږوم. د خپلو خپلوانو، او خوالګرو ګاونډیانو تنده او تلوسه مې په زړه کې غولۍ او څپې وهي. غواړم ټول سره د پخوا په څېرد خوښیو په چوپړکې ډوب ووینم. خو نهیلی کېږم. د ګاونډیو د تېرمهال چوپړ تالا ترغۍ دی. کیڼ اړخ ته د جبار اکا درک خرک نه لګیږي. خدایزده چېرې به تللی وي. د ګاونډي معلیم زړورخان غبرګ ماشومان د هاوان په ړندې ګولۍ وژل شوي. ویل کیږي چې له پېښې وروسته زړورخان رواني ستونزه پیدا کوي. پرتې وایي، او بیا په نیمه شپه کې له پاتې کورنۍ سره داسې لور ته درومي چې تر ننه یې د پښو خاپونه څوک نه مومي. د چم ډېر پخواني او اشنا اوسېدونکي د وخت د بدمرغې جګړې له کبله نورو سیمو ته کډه شوي دي. تر ټولو هېښنده او ازاروونکې لا دا وي، چې زمونږ د ښي اړخ  ګاونډي مامور عباس د کلا څنګ ته په کنډواله کې،  نا اشنا توره سپۍاوسیږي. چم ګاونډ یې شین ټوغه بولي. دک او دلیل یې دا وی چې شنې سترګې لري. موده کیږي چې لنګه شوې. بلا بچي یې راوړي. سپین سترګي او څلور سترګي، تورمخي او تورغوږي….. د چم خلک ترې ورځ نه لري. ان داچې د چم سپي هم ترې ډاريږي. غویمنډ یې جوړ کړی وي.  رپ ترې څوک نشي وهلی.  راج یې چلیږي راج. خو اریانوونکې دا وي چې بیا ځینې سپي پرته له ډاره خورې تڼۍ ورځي. او چې له کنډوالې راووځي، بیا جنډه لکۍ په کوڅو کې ګرځي. سپي خو پر ځای پرېږده، ان د چم خلکو ته داړې چینګوي. چې شپه شي، نر هغه دی چې د وره له تمبو بهر سر راښکاره کړي. د ورځې هم کله ناکله منډې رامنډې او چوړچوکه شي چې له کنډوالې راوتې ده.  بیانو واح د هغه په حال چې په لاس ورشي…..

لنډه دا په هغه نیت او نمات چې تللی وم، اپوټه هر څه بې خونده او پیکه وي. زړه تنګې شپې روانې وي. د زړه تنګۍ په تنګو کوڅو کې شپې پخیږي. د راتګ وخت رارسي. د راتګ تابیا نیسم، او راروانېږم…..

د ماښام تیارې خورې وې چې ستړی ستومانه په جونګړه راننووځم. هغه هم له شوکرونو سره. ګهیځ ناوخته له خوبه را بیدارېږم. ګورم چې د لمر وړانګې د کړکۍ له لارې د خوب خونې ته راننوتي دي. له سهارنۍ خوړلو ورسته مېرمن راته پلورنځي ته د تللو وایي. بیرون ته په وتو سره مې سترګې په نا اشنا ځوان نښلي چې د سارا له اپارتمانه زاړي زمبوړي راباسي.  زړه مې کش خوییږي. تاب نه راوړي. سوټ بوټ یې مخې ته درېږم. ترې پوښتم:

– لکه چې اغلې سارا کډه کوي، که څنګه؟

راته وایي:

– تاسې څوګ یاستئ؟

– ګاونډی یې یم.

له سوړ اسویلي سره راغبرګوي:

– هغې خو ځان خدای ته سپارلی. زه یې زوی یم!  ورته وایم:

– هغه خو میاشت وړاندې روغه رمټه وه!

راته وایي:

– دوه اونۍ وړاندې په خونه کې ناببره راپرېووځي. پولیس خبر راکوي. روغتون ته ورځم. خو هغې سترګې پټې کړې وي ….

 ورته وایم:

– خواشینی شوم. خوهمدا د ژوند لاره ده. څوک مخکې، څوک وروسته….

خدای شته بې چرته کېږم. له ځانه سره وایم، له ښاغلي پیتر او اغلې شلوډې له کوچېدو  وروسته اغلې سارا وه چې ګړه بړه خو یې په ورین تندي کوله. هغې هم سترګې پټې کړې….

ورځ دوه مې زړه همداسې نیولی وي. په همدې اندېښنو کې د اونۍ رخصتي رارسي. مېرمنې ته وایم:

– څنګه ښه به نه وي چې سبا ښاغلي پیتر او اغلې شلوډې کره ورشو.  راته وایي:

هغوی به هم خوشاله شي. تېر یادونه به هم تازه شي. خو بویه چې زموږ له ورتګه خبر شي. ټلۍ وروهم، خو د اغلې شلوډې تلېفون د بوختیا له کبله ځواب نه راکوي. پیغام ورته پرېږدم. له لږ ځنډ وروسته اغلې شلوډه لیکي چې هر کله راشئ.

پر سبا یې وروسته له غرمې د مازیګري چکر په موخه ګاډي ته پورته کیږو. تنده او تلوسه مو شیبه پر شیبه زیاتیږي. اخر د ګاونډیتوب ښې شپې موشاته پرېښې دي. د تېرمهال د ناستې پاستې خوږې لمهې مو یوه یوه د سترګو په وړاندې تېر و بېریږي چې د کور مخې ته یې دریږو. اغلې شلوډه ور پرانیزي. له تاوده روغبړ وروسته سمدستي د ښاغلي پیتر تپوس کوم:

اغلې شلوډه سر ښکته اچوي. شونډې یې بې واکه رېږدي. له لنډې لارغې وروسته وایي:

– اونۍ کیږي چې هغه خپل پور پرې کړی دی. ښځه او مېړه دواړه یخه دړه، اریان دریان دریږو. غلې مې له خولې ووځي:

– په چا چې مې د ښه ګاونډي تنده ماتېدله، هغه هم راڅخه رژیږي.

۱۵ – ۰۹ – ۲۰۱۸

۲۴ – د سنبلې – ۱۳۹۷

ډنمارک