کور / تازه خبرونه / دا بريدګر پر ستر جنرال رازق نه بلکې پر ملا رازق برید کړی!

دا بريدګر پر ستر جنرال رازق نه بلکې پر ملا رازق برید کړی!


د غرني امنیه قوماندان برید جنرال فرید احمد مشعل وایې، د طالبانو لخوا د یوه برید کوونکي نشر شوې ویډیو چې پکې ادعاکوي چې پر ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي یې برید کړی، ناسمه او د حقیقت څخه لیري خبره ده.
ښاغلی مشعل وایې یاد برید کوونکي د میدان وردګو ولایت دملي اردو د لوا پر قومامدان جنرال ملا عبدالرازق باندي دمیدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې انتحاري حمله کړې وه چې د ملي اردو یاد قوماندان پکې ټپي شوی وو.
هغه زیاتوي چې پر ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی باندي برید کوونکی بل کس وو چې څه موده وړاندي د کندهار دوالي سره یې تازه دنده پیل کړې وه.
احمدولي سرحدي – زابل