کور / راپور / امريکا د طالبانو سره د مرستي په تور د سپاه پاسداران پر دوو قومندانانو بنديزونه لګولي دي

امريکا د طالبانو سره د مرستي په تور د سپاه پاسداران پر دوو قومندانانو بنديزونه لګولي دي

د امريکا د خزانې وزارت پر دوو پاکستانيانو، څلورو افغانانو او دوو ايرانيانو له دې امله بنديز لګولی دی، چي د طالبانو مالي او اکمالاتي ملاتړ کوي.

د امريکا د خزانې وزارت وايي، د ايران د سپاه پاسداران د قدس څانګي دوه جنرالان ئې د طالبانو سره د مالي مرستي د چمتو کولو په تور تورن پېژندلي دي او پر هغوی ئې بنديزونه لګولي دي.

دا دوه تنه چي ابراهیم اوحدي (جلال واحدي) او اسمعیل رضوي نومېږي په  ‘بیرجنده’ نومي سيمه کي مېشت وه او د طالبانو پوځي،‌ لوجستیکي، مالي او معلوماتي ملاتړئې کاوه‎.

پر دوی بنديزونه به  په  امريکا او ملاتړو هيوادونو کي د يادو کسانو پانګه کنګل کړي او د هر ډول اقتصادي او سوداګريزو راکړه ورکړو حساب کتاب به ئې بند سي.

امريکا وايي، نوموړو کسانو د طالبانو سره د ځانمرګو، بمي بريدونو او نورو جګړه ايزو فعاليتونو کي ونډه لرلې ده او دهغوی مالي ملاتړ ئې کړی دی.

د امريکا د خزانې وزارت وايي، چي ايران طالبانو ته پوځي روزنه ورکوې ، د وسلو او پيسو مرسته ورسره کوي.چي دا ټول د ترهګرۍ سره د ايران د ملاتړ څرګندونه کوي.