کور / راپور / ولسمشر اشرف غني: له پاکستان څخه د ارواښاد ستر پاسوال عبدالرازق د وژلو طراحان غواړو

ولسمشر اشرف غني: له پاکستان څخه د ارواښاد ستر پاسوال عبدالرازق د وژلو طراحان غواړو

تېره ورځ افغان ولسمشر اشرف غني د ارواښاد ستر پاسوال عبدالرازق د فاتحې لپاره کندهار ته راغلی او دلته ئې د ارواښاد پر قبر د دعا وروسته د نوموړي پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښودل او وروسته د غمشريکۍ لپاره د ارواښاد کور ته ورغلی او دهغه د مور بي بي لاسونه ئې ښکل کړه.

وروسته ولسمشر په يوې اولسي غونډه کي ګډون وکړ او په خپلو خبرو کي ئې د سترپاسوال عبدالرازق ښېګڼي بيان کړې او وئې ويل، چي د ارواښاد د شهادت پلان د ډيورنډ کرښې ها غاړي ته جوړ سوی وو او زياته ئې کړه، چي په هره بيه وي له پاکستان څخه به د هغه کسانو د وروسپارلو غوښتنه کوي چي په دې پېښه کي ښکېل دي.

ولسمشر اشرف غني وویل “پاکستان ته وایم، توطیه په پاکستان کي سوې، مجرمین راکړئ چي موږ یې محاکمه کړو. هر رنګ بین الملي هیات چي منئ، راسئ چي څېړنه وکړو چي موږ په حقه یو که نور.”

همداراز ولسمشر غني ژمنه وکړه چي په کابل او کندهار کي به يو شمېر سړکونه او جادې د سترپاسوال عبدالرازق په نوم ونوموي او د کندهار د پوليسو ښوونيز مرکز به هم دده په نوم کړي .

نوموړي وويل: “د کندهار تعلیمي مرکز به د شهید رازق د مرکز په نوم سي او هغه ته به د خپلواکۍ د اتل شهید لقب ورکړل سي.”

ولسمشر زیاته کړه چي را روانه دوشنبه به په ارګ کي د ارواښاد ستر پاسوال عبدالرازق رسمي فاتحه هم واخیستل سي.

د تېري پنجشنبې د بريد پړه چي د ستر پاسوال عبدالرازق په ګډون د کندهار د ملي امنيت رئيس عبدالمؤمن حسين خېل او د کندهار د ملي راډيو ټلويزون کامره مين ووژل سول طالبانو منلې ده.

افغان حکومت  پاکستان د طالبانو کلک ملاتړی ګڼي.

د کندهار د پېښي په تړاو د افغانستان د ملي امنيت لوی رئيس معصوم ستانکزي چي د څېړنو لپاره په کندهار کي دی په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي د سترپاسوال عبدالرازق د وژلو پلان د ډيورنډ کرښي په ها غاړه کي جوړ سوی وو.