کور / راپور / طالبانو د ملابرادر خوشي کېدل تاييد کړي دي

طالبانو د ملابرادر خوشي کېدل تاييد کړي دي

تېره ورځ راپورونه خپاره سوه چي د طالبانو يو مشر ملاعبدالغني برادر پاکستان له زندانه خوشي کړی دی، طالبانو هم د ملابرادر خوشي کېدل تاييد کړه.

ملابرادر په ۲۰۱۰ کال کي د پاکستاني او امريکايي ځواکونو له لوري په کراچي ښار کي ونيول سو.

درې کاله وړاندي هم راپورونه خپاره سوي وه چي نوموړی د افغان دولت د هلو ځلو په ترڅ کي خوشي سوی دی، خو وروسته مالومه سوه چي نوموړی د پاکستاني اسخباراتو سره بندي دی او خوشي سوی نه دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي، چي ملابرادر خوشي سوی او د خپلي کورنۍ سره يوځای سوی دی. خو د نوموړي د ځای ځايګي په هکله څه نه دي ويلي.

د ملابرادر سره د طالبانو دوه نور مشران هم له بنده ازاد سوي دي.

ملابرادر وروسته ترهغه خوشي سوی چي تېره مياشت د افغان سولي لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد په قطر کي د طالبانو له استازو سره وکتل او د افغان سولي په تړاو ئې بحثونه وکړه.

ويل کېږي چي په قطر کي د طالبانو د دفتر او زلمي خليلزاد په منځګړيتوب ملابرادر د پاکستان له زندان څخه خوشي کړی دی.

سياسي شنونکي  وايي، کېدای سي د ملا برادر خوشي کېدل د امريکا او په قطر کي د طالبانو د خبرو يوه برخه وي.