کور / سياسي / افغانانو واورئ! 

افغانانو واورئ! 

زاخيلوال د افغانستان سفير په پاکستان کې لیکي چې سږ کال یې پاکستاني ایرلاین کې دوه ځلي بکس ورک شوای. په بل عبارت پاکستان کې  د افغانستان د سفیر بکس دوه ځاای اس ای غلا کړای. د افغان حکومت او دیپلوماسي غلی پاتې چې پاکستاني جنرالان او د هغه ریښتني نړېوال متحدین خفه نه شي.

زه سفیر صیب ته پيغام لرم چې: پام کوه چې خپله ورک نه شې!

د جنرال رازقانو چا پوښتنه وکړه چې ستا به وکړي!

نړېواله ټولنه!؟ ساده او په زغرده د خپلو اهدافو او موخو د حصول لپاره د هرچا او بیا په لمړي سر کې د غلام شوي او بې سره افغانستان ټولې ملي ګټې قربانولاې شي او قربان کړي  هم دي.

د افغانستان په داخل کې د پاکستان سرحد جوړول، د افغانستان په داخل کې د پاکستانۍ دروازې او اغزن سیمونه لګول او په خپله خوښه دروازې خلاصول او کلکول او په خپله خوښه د افغانستان جنرالان شهیدول او له صحنې کاږل او په ښکاره د افغانستان د وقت جمهور رئيس ته ویل چې د افغانستان سیاست د هند سره د پاکستان په خوښه تنظيمول په کار دي. هو نړېواله ټولنه!؟ د افغانستان او پاکستان تر مېنځ د فاصل زون د جوړولو کار چې د پاکستاني راکټو دوامداره وافغان لوري ته ویشتل او دغه سیمې له خلکو خالي کول او ملي وطنپال په افغانستان مېن جنرالان د دندو ګوښه کول او په لسهاو نور مستنداتو ثابته کړه او ثابتوي  چې د پاکستان شوم اهداف او مجاهدت قدم په قدم زمونږ د نړېوالو دوستانو!؟ په لاس هم افغانستان او سيمه كې یا له حماقته، یا له مجبورۍ او یا همه له دواړو عملي کیږي.

تأریخ به په تورو کرښو ولیکي چې د طالب حرکت توره وسله ده چې د افغانستان د ګون‌‌‌‌‌‌ډه کولو او کېدو لپاره د پاکستان په لاس کې وکارول شو او په کار وړل کیږي.

قومي او سمتي متعصبین د وخت نه په استفادې او ګټې اخیستو او د ضعیف او د پناه په حال افغان حاکمیت مخ ته داسې موانع ایجادوي چې عمل کې به ددوی وار هم راشي او نه به کَل پاتې شي او نه کدو.

نړېواله ټولنه به بیا هله آرمان کوي چې کاشکې مو د جنرال رازق د وژلو زمینه سازي نه وای کړې او اوس به دداسې ویتنام سره نه وو مواجه شوي.

نړېوالې ټولنې ته پاکستاني ریاست دوکه ورکړې او ورکوي.

نړېواله ټولنه به هغه وخت د قضایاو په عُمق پوهه شي چې ناوقته به وي.

ددې ټولو اشتباهاتو، خطاوو او جنایاتو په سر کې افغان ملت او د هغه منافع او مصالح قربانیږي او قرباني ورکوي.

درنو مشرانو او کشرانو لطفاً د احساساتو پرته د مسایلو واقعي څېره او د هغه منطق عام کړئ او د افغان ملت د قربانیو مخه ونیسئ! هغه قربانۍ چې افتضاح به یې نړېوالې ټولنې ته هم په برخه شي!

بې تفاوته کېناستل ستره ګناه ده!

و ما علینا الا البلاغ المبین