کور / سياسي / له اړتیا زیاتې مدرسې د افراطیت او ترهګرۍ خورولو اساس بنسټ!

له اړتیا زیاتې مدرسې د افراطیت او ترهګرۍ خورولو اساس بنسټ!

ليکنه: ګلاب شاه ګلاب

مدرسو په پخوا زمانه کې د دین حکومونو رسولو او خلکو ته د امر پر معروف او نهی له منکره دنده مخته وړله او په هغو کې روزل شوي طالبان به په ملایانو بدل او خلکو ته یې ددین حکومونه بیانول، د اړتیا پروخت به یې د خلکو ترمنځ د معاملو په  حل کې هم مرسته کوله خو تر ډېره به پر عبادتونو بوخت او کله ناکله یې د واکمنو په خوښه او مصلحت د ځینو پېښو په اړه فتواوې هم ورکولې چې دغه حالت څوپېړۍ دوام وکړ. د ټولنیزو اړیکو په پراختیا او د مادي ژوند پرمختګ سره د ټولنې نورو پاړکو په شان د ملایانو او مدرسو رول هم ورو ورو بدل کړ او په دې سره د مخالفینو ټکولو او په خپله د واکمنو ترمنځ د واک پر سر شخړو کې د اوزار په توګه له دین، ملا او مدرسې کاراخیستل هم دود شول سره له دې چې دغه کار هم اوږده مخینه لري چې له حسنک وزیر سره د سلطان مسعود غزنوي چلند یې یوه بېلګه ده.(۱) د واک پر لاډېر مرکزي کېدو او د پانګې او پانګوالي په راپیدا کېدو له دینه د اوزارو په توګه کارونه هم پراخه شوه. له دینه داوزار په توګه کارونې تر ټولو ستره بېلګه په افغانستان کې د امیر امان لله خان د واکمني پیر دی چې ټکاونونه یې ترننه هم احساسېږي او قرباني اخلي. د ګوډ ملا، حضرتانو او نورو بغاوت د اماني پیر سمون او پرمختګ هڅې شنډې او په افغانستان کې یې د پرمختګ بهیر ډېر شاته وغورځولو. د ډموکراسي په لسیزه کې بیا هم تر ډېره د بهرنیو کړیو په لمسون ځینې د پرمختګ ضد خوځښتونه ولیدل شول. په همدغه وخت کې د زده کونکو او محصلینو نجونو پرمخونو د تیزابو پاشل او ورسره د بسټپالو ډلو ټپلو جوړېدل چې وروسته یې سرونه د افغانستان تاریخي غلیم له ګریوانه راووتل.

 پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل په پیر د سړې جګړې ګټلو په تمه او هم د تیلو سیمو ته د سرو لښکرو ورتګ مخنیوي په پار د له دینه د سیاسي وسلې په توګه کارونې او د غلیم ماتولو حرص نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ خو تر ډېره هغو لورو چې ددې وسلې کارلو مخکښان او نوښتګر وو ورانونکې پایلې تجربه کړې.

د کمونیزم ماتولو په هڅه امریکا او عربانو  او پر سیمه د اسلامي خلافت تر پردې لاندې د پاکستاني ستراتېژیستانو خوبونو داسې بلاوې وزېږولې چې اوس ټوله نړۍ په یوه نه یوه بڼه ترې خوندي نه ده. یادو لورو هریو په خپله موخه د پیسو ویالې پر پاکستان راسپرې او پاکستانیانو د خپل ستراتېژیک عمق موخې ته د رسېدو په موخه نه یوازې له مظلومو افغان بچیانو بلکې د سیمې له خوارو او بې وزله اولسونو داسې لښکر جوړ کړ چې قابو کولو ته یې اوس ټول هک حیران پاتې دي. پاکستان د عربو شیخانو او امریکا پر پیسو د افراطیت خورلو(د ګاونډیانو پرضد د خطرناکې او ارزانې وسلې په توګه) او له هغه د خپلو مليتاریستي موخو ته د رسېدو له پاره زرګونه مدرسې جوړې کړې. په دې مدرسو کې لسګونه زره افراطیان وروزل شول چې پاکستاني ستراتېژیستانو د خپلو پخوانیو مهرو(تنظیمونو) د رسوایي او ناکارګي پر وخت ډګر ته راوړاندې کړل. له هغه ځایه چې پاس هم یادونه وشوه د شاوخوا لسو کلونو (پر افغانستان د پخواني شوروي پوځي یرغل پروخت) په اوږدو کې په پاکستان کې زرګونه مدرسې جوړې شوې وې او له هغه وروسته یې هم فعالیت دوام درلود او لا یې هم لري، لسګونه زره داسې کسان فارغ شوي چې د افراطیت پر ایدیولوژي سمبال او په ډېره بې باکي د خپل او بل وینو تویولو ته چمتو ول. ای اس ای دغه لښکر داسې مهال پر افغانستان راتوش کړ چې ولس له تنظیمي خرمستي او انډوخره کړېده. طالبانو د خپلې واکمنۍ په پیر د هېواد دننه چې څه ناتار جوړ کړی و یوه خوا پرېږده بلکې په نړیواله کچه یې هم د بې وطنه بدمعاشانو په لاس د سپتمبر یوولسمې ناورین رامنځته کړ چې پایله یې موږ ټولو د سر پر سترګو ولیده. پاکستاني ستراتېژستانو ته هغه مهال داسې ارزانه څه چې وړیا ګټوره(۲) او خطرناکه وسله په لاس ورغله چې لګښت  یې د عربو شیخانو له خیراتونو پوره کېده. تر شاوخوا پنځه کاله وړاندې هم د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د بې وزله افغانو کورنیو ماشومان د پاکستاني مدرسو ته تلل چې له همغو مدرسو بیا د طالبانو د جګړې لیکې پرې ډکې او پیاوړې کېدې خو له بېلابېلو ولایتونو ترلاسه شوي وروستي مالومات ښيي چې په دې وروستیو کلونو کې چې پاکستاني چارواکي له ډېورنډ کرښې تېرېدو له پاره پر پاسپورت ټینګار کوي او بې وزله کورنۍ د پاسپورت اخیستو توان نه لري او بله دا چې د هېواد دننه اوس بې شمېره مدرسې جوړې او له ډېورنډ کرښې هاخوا مدرسو ته د ورتلو اړتیا یا نه لیدل کېږي او یا هم کمه لیدل کوي. اوس د هېواد بېلابیلو سیمو کې د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې شاوخوا ۱۲ نیم سوه ثبت او راجستر دیني مدرسې شته چې په هغو کې یوازې او یوازې دیني کتابونه چې ډېر یې څو پېړۍ مخکې لیکل شوي او د نن ورځې له شرایطو او ټولنیزو اړیکو سره اړخ نه لګوي تدریسېږي.

که دا چاره په پخوا کې یوازې د فضل الرحمان، سمیع الحق، قاضي حسین احمد او نورو له پاره له یوې خوا د پاکستان د پوځ مټ پیاوړي کولو او د خپلو جیبونو ډکولو له پاره کارېده اوس همدغه حالت افغانستان کې روان دی. اوس د افغانستان هر ولایت کې له سلګونو زیاتې داسې مدرسې شته چې په سیستماتیک ډول د طالبانو د جګړې لیکې پرې پیاوړې کېږي. طبیعي ده چې طالبان د هېواد بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او د امنیتي  او دفاعي ځواکونو اړوندانو د مرګ ژوبلې ترڅنګ طالبانو ته هم خورا درنه مرګ ژوبله اوړي خو څرنګه چې د وژل شویو طالبانو تشه د مدرسو روزل شوي کسان ډکوي نو ځکه خو جګړه د سړښت پرځای ورځ تربلې تودېږي. بې وزله کورنۍ چې ښوونځیو ته د خپلو زامنو په لېږلو له یوې خوا له کورنیو سره هغوی        ( بچیان) د بزګري یا بلې خواري مزدوري پرځای نیمه ورځ په ښوونځي کې تېروي او وروسره یې د ښوونځي سربېره د خوراک پوښاک لګښت هم د کورنۍ پرغاړه وي خو مدرسې ته د خپل زوی یا زامنو په لېږلو سره نور لګښت خو پرېږده چې د هغوی خوراک او پوښاک هم د مدرسې پراغاړه وي دغه راز، د ذکاتونو، خیراتونو، د مړو سقاطونو او نورو چاندو له پلوه پیسې هم ګټي چې تر ډېره ښایي له دې پیسو یوه برخه خپلو کورنیو ته هم ورکړي.

په اوسني وخت کې ځینې کسان د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي موخو له پاره پرته له دې چې پایلو ته یې پام  وکړي د مرسو جوړولو ته مخه کوي. داسې کسان هم شته چې د عربو له شیخانو پیسې راټولوي(۳) او د لته د خپل سیاسي او ټولنیز دریځ پیاوړي کولو ترڅنګ خپل جیبونه هم پرې ډکوي او دایې د ګټې ښه، لنډه او اسانه لار موندلې ده. ددغو کسانو په لیدلو سره نور هم دغه کار ته هڅېږي نو ځکه خو ورځ تربلې دلته او هلته مدرسې د مرخیړيو په شان را زرغونېږي.

سره له دې چې ټول یې د سر پر سترګو ګوري خو د دې له پاره چې څوک خدای مه کړه د بې دیني ټاپه پرې ونه وهي نو ځکه خو چوپه خوله پاتې دي. دغه حالت دې ته پاتې کېږي لکه د موټر برېکونه چې له کاره لوېدلي وي او په کې ناست سپرلي مخامخ د خطر پر لور روان وي خو څوک د ځان ژغورنې ان هغه لږ هڅه هم نه کوي.

په ولایتونو او ان مرکز کې ځینې کسان د خپلو اقتصادي ګټو خوندي کولو او ټولنیز دریځ پیاوړتیا په موخه له مدرسو سره مرسته کوي په داسې حال کې چې ډېر همدغه کسان نور ډېر ناروا کارونه هم کوي خو له له مدرسو سره په مرستو غواړي ځانونه ښه مسلمانان خلکو ته ور وپېژني. ان ځینې کسان چې له اروپا، امریکا، استرالیا او نورو ملکونو راځي ددې له پاره چې څوک یې پر مسلماني شک ونه کړي نو تر ټولو لومړی مدرسو سره مرسته کوي په داسې حال کې چې ډېر نږدې خپلوان مرستې او لاسنیوي ته جدي اړتیا لري خو دوی بیا مرسته له مدرسې سره کوي. دغه کار نه یوازې وروسته بلکې همدا اوس ناوړه سیاسي، ټولنیزې او ان اخلاقي اغیزې لري.

 له سیاسي پلوه: دغه زرګونه کسان چې له مدرسو فارغېږي دوی هم ځانونو ته پر لوړ ټولنیز دریز قایل دي ځکه خلک ورته مولوي صاحب وایي نو ځکه خو دغه کسان ځانونه له پوهنتونه د طب، انجنیري، اقتصاد، حقوقو، ساینس، ادبیاتو، کمپیوټر یا نورو څانګو فارغانو سره برابر ګڼي خو څرنګه چې له پوهنتونو فارغانو ته په دولتي یا هم خصوصي بنسټونو کې له خپلې څانګې سره سم یا لږ و ډېر توپیر کارونه پیدا کېږي او که په خپله مسلکي څانګه کې نه وي په نورو برخو کې هم کار پیدا کولی شي. د بېلګې په توګه په وروستیو کلونو کې ډېر هغه کسان چې له حقوقو، اقتصاد او نورو برخو فارغ شوي وو خو په مسلکي برخو کې کار ورته پیدا نه شولو، لاړل په ښوونځیو کې یې د ښوونکو دندې پیدا کړې. خو دغه لسګونه زره کسان چې له مدرسو فارغېږي دوی باید په جومات کې د امامت دنده مخته یوسي چې ډېر یې پر دې دنده قانع هم نه دي خو همدغه امامت هم ټولو ته نه پیدا کېږي چې په دې سره لسګونه زره کسان د پوهنتونونو فارغانو سره یو ډول رخه پیدا کوي ځکه چې ځانونه د هغوی سیالان خو له ټولنیز او اقتصادي پلوه وروسره د پرتلې وړ نه دي پر همدغه دلیل په یو خطرناک لښکر کې د تنظېمېدو او د وران کاري له پاره په ټوه مانا چمتو کېدو وړتیا لري. په تېره چې یو ځل یې د حکومت د غصب مزه هم څکلې او تجربه کړې ده. بې دلیله نه ده چې د طالبانو په واکمني کې پر ټولو ووزارتونو سربېره ټولې مسلکي څوکۍ ان د ۴۰۰ بستریز روغتون تر ریاست او د بانکونو تر ادارو پورې ملایانو نیولې وې چې دا په حقیقت کې د حقارت ګروم(عقدې) ارضا کولو یوه بڼه وه چې د پېړیو پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوې وې. دغه حالت اوس هم روان دي کله چې له رسنیو اورو اوس هم طالبانو ټولو ولایتونو، ولسوالیو ته د والیانو او امنیه قوماندانانو ترڅنګ نور مسوولین هم ګومارلي دي چې په دې سره د واک غوښتنې خپله تنده پرې ماتوي.

د دولت وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمې خو پر ځای پرېږده ان ددولت ترواکمني لاندې سیمو په ډېرو مدرسو کې د طالبانو فکر او عمل په ښکاره او ډانګ پېیلې  توګه پلی  کېږي. لرې نه د کابل اړوند ولسوالیو کې د مدرسو فارغانو مراسمو په بلنلیکونو کې د هغو طالبانو انځورونه په ډېر ویاړ د اسلام د لارې شهیدانو په توګه کښل شوي او بلونکو ته ورلېږل کېږي. دغه پاڼې د بلنلیک پر ځای د تبلیغاتي پاڼو په توګه کارول کېږي چې په خورا لوړ لګښت په رنګه بڼه چمتو شوې وي.

دغه راز، پر ځینو مدرسو د امنیتي ځواکونو عملیاتو په پایله کې یو شمېرکسان له وسلو او مهماتو سره نیول شوي هم دي چې له مدرسو د طالب وسله والو ګټنې ښکار ثبوت ګڼل کېږي.

سیاسي ټولنیز اغیز: له هغه ځایه چې په دې مدرسو کې یو ګونی نصاب نه پلی کېږي هر مدرس د خپلې خوښې او هغه نصاب مخته وړي چې دی پرې روزل شوی چې له یوې خوا خو ډېرزوړ او ان د منځنیو لا څه چې د هجري لمریز لومړیو پېړیو پورې تړاو لري او د همغه وخت فقیانو چمتوکړي کتابونه په کې تدریسېږي چې په هیڅ صورت د نننۍ زمانې له ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي شرایطو سره اړخ نه لګوي. له بلې خوا پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل په پیر د عربي نړۍ وهابي، سلفي او نورو مکتبونو هم ډېر خلک اغیزمن کړي چې په ځینو په تېره ختیځو ولایتونو کې همدا اوس د حنفي او سلفي مدرسو ترمنځ اختلاف ان پر یو بل د وسله والو بریدونو تر پولو رسېدلی. د بېلګې په توګه څه موده مخکې په کونړ کې د حنفي او سلفي  ملایانو ترمنځ پر دې شخړه او مناظره شوې چې د مړي پر قبر دې یوه تیګه ودرول شي که دوه؟ حنفي ملایانو په دودیزه بڼه د دوو تیګو لګېدو پلوي کوله خو سلفيانو بیا د یوې تیګې لګول شرعي ګڼل چې دا لانجه بیا د سیمې مخورو او چارواکو په لاسوهنه غوڅه شوه. په همدغه کونړ کې مشهور حنفي  ملا ضیا الرحمان الله یار په توره شپه کې سلفیانو ځکه په ډزو ټپي کړ چې سلفیان یې بې لارې ګڼل. دا خو اوس وړې  مسلې دي خو همدغه وړې مسلې هم یو وخت پر سترو ستونزو څه چې پر وسله والو نښتو بدلېدی شي په تېره چې خبره تکفیر ته ورسېږي نو خطر په رښتینې مانا رامنځته کېدی شي.

اخلاقي ستونزه: له هغه ځایه چې په مدرسو کې داسې کوم نظم او قانون نه شته چې ماشومان، تنکي ځوانان او ځوانان د اوسېدنې جلا ځایونه ولري نو ځکه خو د ناروا جنسي اړیکو او تېري ګواښ په کې ډېر وي. په دې اړه ډېر تایيد شوي او ناتایید شوي رپوټونه هم خپاره شوي دي. همدا څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د کومې مدرسې طالبانو د لواطت په اړه ویډیو کښته او پورته کېده. د اروا پوهانو په اند ډېر ځانمرګه بریدګر په مدرسو کې د جنسي تېرو قربانیان پاتې شوي.(۴)

وړاندیزونه:

  • په لومړي ګام کې باید په دولتي کچه پوهان، وتلي دیني عالمان په تېره هغوی چې عصري او هم دیني علومو کې لوړې رسمي زده کړې لري د دیني مدرسو مسله له پوهنې، لوړو زده کړو، حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او حقوقپوهانو سره په ګډه وڅېړي او په دې اړه یو داسې کړنلاره جوړه کړي چې له مخې یې په هېواد کې دومره مدرسو ته اجازې ورکړل شي چې اړتیا یې وي نه له هغه زیاتې.
  • هیچا ته پر خپل سرد مدرسې جوړلو یا چلولو اجازه ورنه کړل شي.
  • د مدرسو نصاب دې په داسې بڼه جوړ شي چې د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم هم په کې تدریس شي، ځکه کله چې یو څوک له دیني مدرسې فارغېږي باید په دولتي او نادولتي بنسټونو کې د کار کولو وړتیا هم ولري. په دې برخه کې باید د هغو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو مالي مرسته جلب شي چې له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې لیوالتیا لري.
  • د مدرسو د تمویل پر سرچینو باید څارنه وشي او د تمویل سرچینې او د لګولو ځای ځای ګی یې مالوم وي یانې دوی باید د دخل او خرڅ روښانه سیستم ولري او په دې سره د بې پتې پیسو او سود خوښو کسانو مخه ونیل شي.
  • هیڅ مدرسې ته اجازه ورنه کړل شي چې ماشومان، تنکي ځوانان او ځوانان یو ځای وساتي.
  • او د وروستي وړاندیز په توګه له قلموالو، رسنیو او ټولو هغو کسانو چې د ټولنې په اړه د مسوولیت احساس کوي په درنښت هیله کېږي چې دا مسله عادي او بې ارزښته ونه ګڼي او په دې اړه خپل مسوولیت ادا او چوپه خوله پاتې نه شي.

(۱)د غزنوي سلطان مسعود په زمانه کې د بې دیني په تور د حسنک وزیر غرغره کولو او د شاوخوا ۷ کلونو له پاره د ښار په منځ کې د هغه د مړي ځړول یې یوه بېلګه ده. تاریخ بیهقي ۲۳۲ مخ

 (۲) په پاکستان کې د مدرسو کره شمېر نه دی مالوم، ځینو دغه شمېر ۲۰ زره ښودلی خو ځینو نورو بیا ان تر ۵۰ زره هم زیات اټکل کړی چې تر ډېره په افغانستان او کشمیر کې د ترهګریزو بریدونو له پاره سرتېري روزي. د افغانستان د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې د افغانستان دولتي او خصوصي ښوونځیو شمېر ۱۸ زرو ته رسېږي چې په دې کې شاوخوا ۱۲ نیم سوه ثبت او راجستر رسمي دیني مدرسې هم شامل دي. خو په پاکسان کې د افراطیت خورولو، په ګاونډیو هېوادونو(افغانستان او هند کې)، د سیمې او ان ټولې نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو له پاره لسګونه زره مدرسې فعالې دي. لاهور کې د خدام الدین په نوم مدرسې مسوول یو وخت ویلي و چې له یادې مدرسې یې ۱۴ زره جګړه مار کشمیر ته لېږلي. عجیبه خو یې لا دا چې د دغه خطرناک لښکر(د پاکستاني مدرسو)لګښت هم دعربو شیخان ورکوي خو ستراتېژي بیا د پاکستان د پوځ پلې کوي.

(۳) عرب شهزاده ګان او شیخان چې د تیلو له برکته باد راوړې پیسې او د غربي هېوادونو د ملاتړ پر مټ سم ژوند لري، له یوې خوا تجملي او له عیش او نوشه ډک ژوند ته مخه کړې او په اسراف او خوند اخیستنه کې افراط کوي، له بلې خوا پر خپلو ملکونو د حاکمې دودیزې دیني او فرهنګي تربیې له مخې نه شي کولی د مذهبي اندېښنو پروړاندې یو مخ بې توپیره پاتې شي. دغه متناقض وضعیت ددوی ډېرو مذهبیانو وجدان په عذابوي . ځینې دغه شیخانوته د خپلو عیاشو کفاره په بې وزله ملکونو کې د خیرښېګڼې او مذهبي پروژو (له مدرسو)سره مرسته کې ښکاري او ګومان کوي په دې توګه به په مذهبي ژوند کې خپلې کمۍ پوره کاندي.

 (۴)… ځینې قربانیان د وجدان په عذاب اخته کېږي؛ ځکه که په لومړیو کې په زوره دغه کار ته اړشوي؛ خو وروسته یې په خپله خوښه دغه کار کړی او څنګه چې په دیني روایتونو کې دغه عمل تر زنا او ډېرو نورو ګناهونو بدتر ګڼل شوی دوی ځانونه ګناه کار او پلید ګڼي… کله چې احساس وکړي چې دا ګناهونه په عادي او متعارفو عبادتونو لکه توبه، استغفار، روژه او نورو نه پاکېږي، هغه لنډه لار چې ورته ښکارېږي، انتحار دی؛ ځکه دوی ته ویل شوي چې ددیني مقدسو ارمانونو پوره کولو له پاره تر ټولو لوړه فداکاري همدا انتحار دی.

محمد محق. سترګې به پرانیزو. ۱۷۲ مخ

هماغه اثر. ۱۸۳ او ۱۸۴ مخونه