کور / #PTM / پښتانه به بغاوت ته مجبور شي!

پښتانه به بغاوت ته مجبور شي!

په مقبوضه افغانستان کې چې اوس اوس  د پاکستان یوه ناروا برخه ګرځېدلې او هلته د پښتنو او مظلومو خلکو مقابل کې دادی اویا کلن روا انوري سیستم، د ظلم او تعدي سیستم چلېږي، نور به نسکوریږي او دا پاکستاني روا انوري سیستم به نور چلېدای نه شي. ګلخانان دې هم ځان پوه کړي چې بیا به د سوړو لټولو او ځان خلاصولو فرصت هم ورسره نه وي!

ستر پښتون باتور پشتین په خپلو روستیو اظهاراتو کې ښګاره وویلې چې عدم تشدد او متمدنه مبارزه هو، خو که چیرته تشدد د ځان دفاع وي بيا نو كول په کار دي.

مونږ په کلکه باور لرو چې د تشدد او عدم تشدد بې ځایه کارول مضر او خراب  کار وه او دی.

یکسره په عدم تشدد تأکید د پښتنو د غمیزې د اوږدیدو یو ستر عامل دی.

مونږ د پښتون تحفظ موومنټ ( پ ټ م) د پېنځه ګونو اولنیو مطالباتو غوښتنه او طرحه چې مرکزي بُعد او ثقل یې د پښتون ژغورنه او د عدالت تأمین او حق غوښتنه ده او هغه هم د پاکستان د آيين په چوکاټ کې یواځې په دې مانا او مفهوم ملاتړ کړای چې: پاکستاني ریاسته، پنجابي ریاسته که غدار نه یې او هماغه قانون ته چې ته ورباندې ما غدار ګڼې نو د هماغه قانون په چوکاټ کې ماته زما حقوق راکړه. زه هماغه منم. خو زمان به ثابت کړي او ثابته کړې چې دا سیستم روا انوري سیستم وه او  دی او دغه سیستم کې د پنجاب شئوونیستي، ظالم او مکار حاکمیت، اداره خپل شوم او غېر انساني اهداف او موخو ته رسېدل غواړي او کوي. د پنجاب – چاینا اکونومیک کوریدور چې د کاشغره تر ګوادره پروژې لري دا ثابته کړه چې پنجابي ریاست حاکمیت یواځې پرخپله خاوره ټولې بهرنې مرستې او اقتصادي پروژې په دې متمرکزوي چې هغه پوهیږي چې له پنجابه پرته دا نور درې ایالته به په دې مصنوعي هېواد پاکستان کې پاتې نه شي او خپل استقلال ته به رسي.

دوي پوهیږي چې ددې پروسې یوه مشخصه بېلګه بلوچانو د مبارزو ستر، ښکاره قوت دی.

دوی پوهیږي چې د پ ټ م مبارزه به د وخت په تېرېدو د ظلم او روا انوري سیستم نه د ریښتیني خلاصون لپاره چې هغه په خپلوسیمو او خپله خاوره تسلط دی او د تاریخي مستنداتو پر بنیاد، پښتون او افغان  واحده خاوره ده، خپلو هلو ځلو ته پراختیا ورکوي.

که پاکستاني بریګ‌‌‌‌‌‌ډران، جرنیلان او کرنیلان او د هغو ښکاره او پټ اجنټان وتوانېدل پ ټ م د یوې مودې لپاره غلط، هایجک او منحرف  کړي او د خلګو د سپېڅلو احساساتو نه سوء استفاده وکړي نو اوس خلګ او ټول ملت هوښيار دی او د پنجاب دا آرمان به یې پوره نه شي! صرف د وخت سوال دی.

له آمو نه تر آټکه، اباسینه او مارګلې، بشپړ او تاریخي افغانستان دی!

لر او بر یو افغان!