کور / راپور / په کندهار کي د ولسي جرګې د ټولټاکنو لپاره رايه اچونه پيل سوه

په کندهار کي د ولسي جرګې د ټولټاکنو لپاره رايه اچونه پيل سوه

نن سهار په کندهار کي د ولسي جرګې ټولټاکنو لپاره رايه اچونه پيل سوه، له پرون راهيسي په کندهار ښار او ولسواليو کي کلک امنيتي تدابير نيول سوي او د وسائطو پر تګ راتګ بنديز لګول سوی دی.

نن به په کندهار کي ۱۷۰ د رايي مرکزونه پرانستي وي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسون وايي، چي په دغه ولايت کي شاوخوا نيم مليون وګړو د رايي ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي دي او نن به رايه ورکړي.

په کندهار کي وروسته له هغه ټاکني وځنډېدلې چي کله تېره اوونۍ ددغه ولايت په مقام کي يو خونړي بريد د امنيه قومندان ارواښاد سترپاسوال عبدالرازق په ګډون د ملي امنيت رئيس عبدالمؤمن حسين خيل ژوند واخيست.

په کندهار کي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر نعمت الله وردګ وايي، دوی د ټاکنو لپاره پوره چمتوالی نيولی دی او دلته به هغه تېروتني او نیمګړتیاوي تکرار نه سي، چي په ۳۲ ولایتونو کي د مېزان میاشتې په اته ویشتمه ټاکنو کي وسوې.

د کندهار په دوو ولسواليو نېش او معروف کي به رايه اچونه نه کېږي، ځکه په دغه ولسواليو کي د ټاکنو لپاره نوم لیکنه نه وه سوې.

د کندهار اوسېدونکي وايي، په پوره ډاډ به د رايي ورکولو مرکزونو ته ځي او د خپل خوښي نوماند ته به رايه ورکوي.