کور / راپور / پخواني ولسمشر بارک اوباما ته د بمونو لېږونکی نيول سوی دی

پخواني ولسمشر بارک اوباما ته د بمونو لېږونکی نيول سوی دی

د امريکا د حکومتي وکيلانو مشر سيشنز وايي، هغه نفر نيول سوی دی چي  د پخواني ولسمشر بارک اوباما او پخوانۍ د باندينيو چارو وزيري هيلري کلېنټن او د ډيموکراټ ګوند نورو غړو ته ئې د پوسټ له لاري بمونه لېږلي وه .

سېشنز وویل ۵۶ کلن سېزر سي یاک پوليسو د فلوریډا په اېونچوره ښار کي نیولی دی.

د امريکا د تحقيقاتي ادارې ( ايف بي آي) مشر کرسټفر ري ويلي دي، چي بارک اوباما، د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيري هېلري کلنټن، د ډیموکراټ ګوند ځینو نورو غړو ، د سي آی اې پخواني مشر او د دولتي وکيلانو پخواني مشر ته د پوسټ له لاري ۱۳ بمونه لېږل سوي وه چي دوی ئې مخه ونيول.

د امريکا حکومت د ګوتو د نښو مالومولو له لاري مجرم پېژندلی دی او د فلوريډا په ايونچوره ښار کي ئې نيولی دی.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ وويل، د هغه چا سره به قانوني چلند وکړي چي د بمونو په لېږد کي لاس ولري.

ټرمپ د افريقايي ځوانانو يوې غونډي ته ويلي وه، چي په امريکا کي سياسي سختدريځي ځای نه لري.