کور / خبرتیا او پيغامونه / هالنډ مېشتي افغانان خپلو شهيدانو ته شمعي بلوي او عدالت غواړي

هالنډ مېشتي افغانان خپلو شهيدانو ته شمعي بلوي او عدالت غواړي

د هالنډ په مرکز امستردام کي د شاهي ماڼۍ مخته په هلمند او کندهار کي د وروستيو تروريستي پېښو د قربانيانو هر يوه د خپلواکۍ د لاري د ملي اتل سترجنرال شهيد عبدالرازق، شهيد جبار قهرمان او د کندهار د ملي امنيت ريس شهيد عبدالمومن په ياد د شمع لګولو او عدالت غوښتني پروګرام کي برخه اخيستل مه هيروئ.
۲۸ اکتوبر د ماځيګر ۴ بجو تر ماښام ۸ بجو

برنامه شمع افروزی و دادخواهی بخاطری جنرال رازق قهرمان و جبار قهرمان و ریس امنیت ملي کندهار جنرال عبدالمومن را در برابر قصر ملکه هالند
فراموش نکنید.
۲۸ اکتوبر از ۴ بعد از ظهر تا ۸ بجه شام

https://www.facebook.com/100002301757674/posts/1931383470281693/

کندهار په وینو سور دی د زلمیو جنازې دي
برېتور دي چي ښخېږي د زمریو جنازې دي

سر که پورته جمال خانه ستا په خپل کور کي ناورین دی
پر کیسو یې ساندي اوري د پېړیو جنازې دي

کور په کور کلي په کلي بوري وراري دي چي ګرزي
د سرتورو انګولا ده د بګړیو جنازې دي

ما ویل چي به ډوبيږي جاله وان او جاله دواړه
د توپان غرغړې اورم د بېړیو جنازې دي

پر لکړه یې دروړمه هدیرې لمن دي نیسه
د بوډا پر اوږو غبرګي د لمسیو جنازې دي

نه یې شور سته د بلبلو نه یې شرنګ سته د غزلو
شالمار په وینو رنګ دی د مستیو جنازې دي

پرون بُست ژړل په ساندو نن ارغند پر پاتا ناست دی
په تندي کي مو لیکلي د سپرلیو جنازې دي

د رقیب دي زړه را سوړ کی زړه دي وچوه اسمانه
د غمونو ورا یې راغله د ښادیو جنازې دي

څوک به لیکي پر کیږدیو ترانې د دنګو ښکلیو
له پېزوانه اوښکي څاڅي د پاولیو جنازې دي

پل یې هېر دی له دښتونو یکه زار له جګو غرونو
له شپانه سره یې وړي د شپېلیو جنازې دي

اوس به څوک په لپو لپو د پېغلوټو دیدن غلا کړي
په ګودر کي لنډۍ ژاړي د منګیو جنازې دي

نه « نوري » سته نه « هینداره » چي مو شپې کړو ورته سپیني
له ملوک سره وتلي د بدریو جنازې دي

جهاني قاصد راغلی ساه ختلې ده له ښاره
د جانان دي زکندن دی د سلګیو جنازې دي.

د اکټوبر نولسمه ۲۰۱۸
ویرجینیا