کور / راپور / سوريې د څو کلن ځنډ وروسته د ملي موزيم يوه برخه پرانستې ده

سوريې د څو کلن ځنډ وروسته د ملي موزيم يوه برخه پرانستې ده

د سوريې په پلازمېنه دمشق کی ملي موزيم د شپږو کلونو ځنډ وروسته بيا پرانستل سو.

دا موزيم په سوريه کي ۲۰۱۱ کال د کورنۍ جګړې د پيل سره سم هغه مهال وتړل سو چي د موزيم د اثارو د ورکېدو وېره راپورته سوه.

د سوريې د تاريخي اثارو مرکزي اداره وايي، چي اوس مهال ئې د ملي موزيم يوه برخه د سيلانيانو پر مخ پرانستې ده او په راتلونکي کي به ددې څانګي ټولي برخي خلاصي کړي.

د تاريخي اثارو د ساتني اداره وايي، کله چي په ۲۰۱۲ کال کي په سوريه کي پراخ لاريونونه پيل سول، دوی دا و انګېرل چي بايد د تاريخي اثارو د ساتني لپاره همدا موزيم د څه مودې لپاره وتړي، خو چي کله لاريونونه په کورنۍ جګړه واوښتل د موزيم چاري مو د څو کلونو لپاره وځنډولې او وروسته له څو کلونو ئې نن بيا د سيلانيانو پر مخ خلاصوو.

د تاريخي اثارو د سانتي مدير احمد ديب وايي، اوس مو د موزيم هغه برخه پرانستې ده چي په هغې کي د ماقبل التاريخ څخه بيا تر اسلامي دورې پوري تاريخي اثار پکي ساتل سوي دي. او په راتلونکي کي به د موزيم ټولي برخي د سيلانيانو پروړاندي خلاصي کړي.

 ياد موزيم ته هغه تاريخي اثار هم راوړل سوي دي چي اسلامي دولت (داعش) وسلوالي ډلي د خپل لاس لاندي سيمو کي تخريب کړي وه، خو سوري چارواکو بېرته رغولي او دلته ئې ساتلي دي.

د سوريې ملي موزيم په ۱۹۲۰ کال کي جوړ سوی دی، چي د ماقبل تاريخ زمانو، د سوريې لرغوني اثار، اسلامي او د اوسنۍ زمانې هنري توکي پکي ساتل سوي دي.