کور / #PTM / محسن داوړ: پوځ عام ولس په کنټرو ل کي نه سي راوستلای

محسن داوړ: پوځ عام ولس په کنټرو ل کي نه سي راوستلای

د پي ټي ايم فعال غړي  محسن داوړ وايي، چي پاکستان مرکزي حکومت د رښتيا ويلو څخه وېرېږي، ځکه نو ددوی د غونډو  او ويناوو د مخنيوي لپاره حکومت له هري ممکنه لاري کار اخلي.

محسن داوړ چي د وي او وې ډيوه راډيو سره ئې تازه مرکه کړې وايي، د پاکستان میډیا د دوی خبرو ته ځای نه ورکوي او حکومت ورته په بنو کي د موبایل او انټرنیټ اسانتياوي بندي کړی وې.

نوموړی وايي: «موږ د پوځ ویاند میجر جنرل آصف غفورته دا پیغام ورکړ،  چي راسي او وګوري چي څومره خلکو په جلسه کي برخه اخستې ده. پوځ چي څنګه د ملک ادارې په خپل کنټرول کي ساتي، دغه شان اولس په خپل کنټرول کي نه شي ساتلي.»

محسن داوړ پر نړيوالي ټولني هم ږغ وکړ چي په  قبایلي سیموکي دي د خلکو سره د زور زیاتيو د پلټني لپاره دي کمیشن جوړ سي تر څو د هغه خلګو په هکله مالومات او پلټنه وکړي چي د استخباراتي ادارو له لوري يا وژل سوي او يا هم لادرکه سوي دي.

محسن داوړ په خپله دغه مرکه کي دا هم ويلي، چي  د پاکستاني پوځ له لوري پر پي ټي ايم دا تورونه لګول کېږي چي د بهرنيو هيوادو مرسته ورسره ده او دوی د پرديو لپاره کار کوي، خو د داوړ په خبره ، دا ډول تورونه بې اساسه دي او زموږ مبارزه به ددې تورونو پروا ونه ساتي.

همداراز د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين د يکشنبې په ورځ په بنو کي يوې ستري غونډي ته په خپله وينا کي وويل، چي په دې ملک کي د پوځي محکمو شتون بې مانا دی او د هغه پښتنو لپاره چي د خيبر پښتونخوا يا قبايلو سره تړاو لري، بې له کومو شواهدو او دلائلو سزاګاني ورته اورول کېږي، خو هغه کسان چي د بې ګناه انسانانو په وژلو تورن دي ازاد ګرځي او د هغوی ملاتړ کېږي.

د يکشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په بنو ښارګوټي کي يوه ستره جلسه راغوښتې وه، چي په زرګونو پښتنو ښځو او سړيو پکي ګډون کړی وو.

ددې غونډي لپاره د غورځنګ فعالان په همدې ښارګوټي او ورڅېرمه علاقو کي کور په کور او جومات په جومات ګرځېدلي او د سيمي خلګو ته ئې په دې غونډه کي د ګډون بلنه ورکړې وه.

د پي ټي ايم فعالانو ويلي وو، چي د غونډي لپاره ئې بشپړ چمتووالی نيولی دی او ټولي تيارۍ ئې بشپړي کړي دي.

د غورځنګ پلويان وايي، کله چي دوی په بنو کي د غونډي جوړولو اعلان وکړ، پاکستاني حکومت په ياده سيمه کي پر غونډو بنديز ولګوی، خو د پي ټي ايم پلويانوايي، چي په هره بيه که وي دا غونډه به جوړېږي او دوی به د پاکستان د حکومت د اخطارونو سره سره ګډون پکي کړی وو.