کور / اقتصادي / ولسمشر غني: د کجکي بند د پراخولو چاري به ژر پيل سي

ولسمشر غني: د کجکي بند د پراخولو چاري به ژر پيل سي

ولسمشر اشرف غني نن د هلمند مرکز لښکرګاه ته ولاړی او هلته ئې په يوې غونډه کي وويل چي د کجکي بند د پراخولو چاري به ډېر ژر پيل سي.

نوموړي د ولسي خلګو په يوې غونډه کي وويل: “د کجکي بند د پراختیا کار ډېر ژر پیلېږي او ترکي شرکت د ۱۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت چمتو دی پانګونه پرې وکړي چي د یومیلیارد متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.”

ولسمشر اشرف غني پر داسي مهال د کجکي د بند د پراخولو ژمنه کوي چي د هلمند د اوبو پر سر د افغانستان او ايران ترمنځ ستونزي ډېري سوي دي.

افغان چارواکي وايي د هلمند د اوبو د تړون له مخې افغانستان به ایران ته په هره ثانیه کي ۲۶ متر مکعب اوبه ورکوي چي د کال ۸۰۰ میلیون متر مکعبه اوبه کیږي. مګر په تېرو کلونو کې هر کال د ۲،۵ میلیارد مکعب متر په شاوخوا کې اوبه ایران ته ور روانې دي.

د کجکي بند چي په افغانستان کي يو ترټولو مهم او غټ بند دی  په لومړي ځل د موریسن په نامه یو امریکايي شرکت په ۱۹۴۵-۱۹۵۰ کلونو کي جوړ کړ. دغه بند په لومړي سر کې ۵۱ میګاوات برېښنا تولیدوله. خو د کورنيو جګړو له امله ئې د دوهم فاز کارونه نيمګړي پاتي سول.

دوه کاله وړاندي په  ۱۳۹۵ لمریز کال کي افغان حکومت د “هفتادوهفت” په نامه د یو ترکي شرکت سره د کجکي د دوهم فاز قرارداد لاسلیک کړ.

د کجکي بند د سلما د بند دوه برابره اوبه لري او د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې شاید تر سلما بند هم زیاته برېښنا تولید کړي.

د کجکي د بند د پراخېدلو خبره پر داسي مهال کېږي چي جنوبي ولايتونه په ياد بند کي د اوبو د کمښت له امله په هملند او کندهار کي خلګ د برېښنا د نه شتون د ستونزو سره مخ دي.

.