کور / #PTM / د پښتون ژغورني غورځنګ په بنو کي جلسه وکړه

د پښتون ژغورني غورځنګ په بنو کي جلسه وکړه

منظور پښتين خلګو ته وينا کوي

د پښتون ژغورني غورځنګ يا پي ټي ايم د پښتونخوا په بنو ښارګوټي کي يوه ستره جلسه راغوښتې وه، چي په زرګونو پښتانه ښځي او سړيو پکي ګډون کړی وو..

ددې غونډي لپاره د غورځنګ فعالان په همدې ښارګوټي او ورڅېرمه علاقو کي کور په کور او جومات په جومات ګرځېدلي او د سيمي خلګو ته ئې په دې غونډه کي د ګډون بلنه ورکړې وه.

د پي ټي ايم فعالانو ويلي وو، چي د غونډي لپاره ئې بشپړ چمتووالی نيولی دی او ټولي تيارۍ ئې بشپړي کړي دي.

د غورځنګ پلويان وايي، کله چي دوی په بنو کي د غونډي جوړولو اعلان وکړ، پاکستاني حکومت په ياده سيمه کي پر غونډو بنديز ولګوی، خو د پي ټي ايم پلويانوايي، چي په هره بيه که وي دا غونډه به جوړېږي او دوی به د پاکستان د حکومت د اخطارونو سره سره ګډون پکي کړی وو.

پر خواله رسنیو له څو ورځو راهیسي ‘پښتون لانګ مارچ ټو بنو’ هشټګ کارول کېږي او په تړاو ئې د فعالانو او پلويانو نظرونه تبادله کېږي. د همدې غونډي په تړاو پر خواله رسنيو خورا زيات عکسونه لاس پر لاس کېږي.

د غورځنګ په ولسي غونډو کي له دې سره چي ډېری ښځي او نارينه ورځي، ډېری هغه مېرمنې، ماشومان، سپين ږيري هم پکي ګډون کوي، چي د کورنۍ غړي ئې د پاکستاني پوځ له لوري تری تم سوي دي.

شاوخوا دوې مياشتي وړاندي د غورځنګ وروستۍ غونډه په سوابۍ کي سوې وه چي د پاکستاني پوځ له لوري ۸۰۰ پښتنو د وژني ياد پکي تازه سو او د هغوی تلين پکي ولمانځل سو.

نن د يکشنبې په ورځ په لندن کي هم د پښتون ژغورني ملاتړي د پاکستان سفارت مخي ته غونډه روانه کړې ده.