کور / علمي / ما ولې ناول نه لوسته!؟

ما ولې ناول نه لوسته!؟

لېکنه: سیدرضا ځلاند

نېټه: ۱۳۹۷/۷/۲۷

ډمه او خبریال ناول د محبوب شاه محبوب یو له هغه ناولونو څخه دی چې په ۱۳۹۶ ه ش کال کې مومند خپرندویه ټولنې په جلال آباد ښار کې په ۷۴ صفحو کې د دریم ځل لپاره د چاپ په ګاڼه سمبال کړی دی. لیکوال له دې وړاندې ډیر نور ناولونه هم لیکلي دي خو دغه ناول يې پر یوې ځانګړې موضوع او محتوا راڅرخي په دي ناول کې ډمه هغه څو ک دی چې بد کارونه کوي او که په خلص ډول ووایم فاحشه ده… او خبریال دغې ډمې ته د مرکې کولو لپاره ورځي تر څو د دوی ژوند له اصلي حالت خبر شي او له دوي خولې يې واوري چې ولې؟ او چا؟ دې کار ته مجبورې کړې دي خو ډمه غواړي چې خبریال په خپل دام (جال) کې ګير کړي او دغه د څو دقیقو عشق او عشرت خوندونه ورباندې وڅکي خو په دې نه توانیږي او خبریال د مسلکي اوصولو له مخې خپل کار پرمخ بیايي او ډمې نه، په ډیر ځيرکتیا ځان خلاصوي…

که په زغرده ووایم په دې ناول کې ټول سیکسي بیان دی خو له پنده ډک او په واقعیتونو ولاړ بیان دی متاسفانه چې زموږ او تاسو په ټولنه کې دا ډول کارونه شته او دا یو تریخ حقیقت دی چې ډیری خلک د غریبۍ، بې سرپرستۍ… مجبوریتونو له لاسه مجبورې شوي یا کړل شوې دي، هغه خبره را په یاد شوه چې مړ شې خو مجبور مه شې! شاید ډیرو به ویلي وي چې دا د مستۍ او خوندونو ډک ژوند دی خو ډير لږ به خبر وي چې دوی ژوند څومره سخت او له کړاوه ډک دی.

خبریال د همدې مقصد لپاره مرکه کوي تر څو د دوی ژوند اصلي ماهیت معلوم کړي، ښاغلي محبوب همدغه تریخ حقیقت د ناول په بڼه په لفظونو کې راټول او په واضیحو، څرګندو کلماتو کې لیکلی دی. د ناول پیل له دې ځایه شوی چې خبریال ډمې ته د مرکې کولو لپاره ورځی خو د مسکان په نوم ډمه ورسره مرکه نه کوي خبریال ترې راځي خپل اطاق ته او بیا زنګ ورته کوي چې یوه بله جینۍ ورته پیدا کړي چې مرکه ورسره وکړي د تانیا په نوم یوه جینۍ ورته پیدا کوي خبریال ورځی اوس له همدې سره مرکه ترسره کوي دغه ډمه ورته وايي چې خبریال صیب! زما اصلي نوم تانیا نه، بلکې سایره ده بس د خپل ژوند او بې سرپرستۍ… حال احوال کېسه ورته شروع کوي له کوچنیوالې نیولې تر دمګړۍ د خپل کور، مور او پلار، ورونو او خویندو حقیقت ورته بیانوي، د ډمې پلار له یو مالداره (شتمن) شخص سره چې خان وي ملګرتیا لري کور ته ورته راځی،  ناسته پاسته يې ډيره ګرمه وي، خان د ډمې پلار نه، غوښتنه کوي چې دا خپل زوی ته په نکاح کړي خو ډمه بیا په دې اړه نور څه نه وايي چې څه وشول او ولې دا خبره سړه پاتې شوه، د دې ترڅنګ خان د ډمې په مور زړه خوږ شوی وي او په خپل موټر کې چکرې ورکوي ډمه هم داسې عادت شي چې له ټولګیوالو او پردیو هلکانو سره په پارکونو کې چکرې وهي…

یوه ورځ پلار خپله لور په یو هوټل کې ګوري څپیړه په مخ ورکوي او ډمه کور ته راځي خو پلار يې له همدې ځایه بې درکه کیږي څو ورځې يې پلار کور ته رانشي چې بالاخره د پولیسو یوې پوستې (تاڼې) نه ورته زنګ راځی او خبر ورکوي چې پلار يې چا وژلی دی. نور نو دوی یتیمان پاتې کیږي ډمه په هغه هلک شک کوي چې هوټل ته ورسره تللې وه چې ګوندې پلار يې ورته وژلی دی خو د ویرې له وجې هیڅ هم نه وايي. څو میاشتې تېریږي خان دوی کور ته هره ورځ ورځي او د دوی کورنۍ ټول مصارف په غاړه اخلي مور سره يې ورته هر ډول ناروا اړیکې جوړې کړي وي او ډمه خپله مور او خان یوه ورځ په کوټه کې په بد حال ګوري دلته ډمه یقیني کیږي چې پلار يې ورته خان وژلی دی او خان د دوی په مخ کې له دوی مور سره هر څه کوي ( موږ دومره بې وسه اولادونه وو چې زموږ په مخ کې به خان زما د مور له مخه موچې اخیستې، د هغې په بدن به يې لاسونه وهل خو موږ به ورته رډ- رډ کتل هیڅ مو هم نه شول کولی… خبریال صیب! خدای دې د داسې بې وسۍ نه وساته! دا د نیا تر ټولو ذلیل وخت دی!) (ډمه خبریال ۲۹ صفحه) دا دبې وسۍ اوج دی… په لوسټونې کې مار همدې ته وايي، له دې بعد خان ډمه هم په دې کار متعاده کوي.

دغه کیسه ډمه خبریال ته کوي، خبریال هم ورته له سترګو اوښکې څاڅي او خپل ریکاډر بټړۍ بدلوي او بیا خبریال ورڅخه رخصت اخلي خو ډمه ورته بیا زنګ کوي چې یو ځل کور ته ورشي خبریال ورځي او هلته ډیرې خبرې کوي وروسته په دې فیصله کوي چې دوی یعنې د ډمې کورنۍ به دا کارونه پریږدي او د هر څه مصارف يې خبریال په غاړه اخلي همداسې کیږي په دې دوران کې د ډمې خور خبریال ته کوژدنه کیږي اوس نو خبریال هم همدلته دوی سره اوسیږي وخت ډیر تېریږي خو یو ورځ بیا خان د دوي کور ته راځي چې څه يې زړه غوښتيوي، هغه يې کړي وي، خبریال چې کور ته راشي ګوري چې حالت بیخي خراب دی… پریکړه کوي چې سبا به افغانستان ته کډن ځي هلته به خپل پاتې ژوند ته ادامه ورکوي په همدې وخت کې دوه ولسوال کسان را دننه کیږي خبریال ته لغتې ورکوي او له کوره يې بهرکړي، بهر خبریال د لومړي ځل لپاره د خان څېره ویني بیا لفظي شخړه ورسره کوي له دې سره سم خبریال ته وهل ورکوي هغه بې هوشه کیږي کله چې په هوش راځي ګوري چې څنګ ته يې کوژدن په سرو وینو کې مړه پرته دی او ایخوا ته دوه نور جسدونه په وینو کې ډنډ پراته دي او خبریال ته هتکړۍ وراچوي ناول په همدې ځای پای ته رسیږي.

اوس را ځم اصلي موضوع ته، نن په دې لیکنه کې خپلې یوې پوښتنې ته ځواب وایم ما په ټول عمر کې ناول نه دی لوستی خو دا مې لومړی ناول وو چې ومې لوست ما ولې ناول نه لوسته!؟ په یو کتاب کې مې لوستي وو چې ناول داسې دی، لکه چې یو څوک په لوی لاس تېرباسې او په پای کې هیڅ هم نه وي. نو ناول لیکوال همدا کار له لوستونکې سره کوي.

بله دا چې ما له ناول سره شوق او علاقه هم نه وه که په خلص ډول ووایم نه مې خوښیده، زما په اند د ناول یو خاصیت دا دی، لکه ملګری دې چې په نیمه لار کې پریږدي هغوی نې چې دا حالت تېر شوی ښه يې درک کولی شي. خو شاید ځینې ناولونه په دې وارزي چې ودې لوستل شي، ښه پیغام به لري له پنده به ډک وي کیدای شي په ډیرو پټو اړخونو مو خبر کړي د یو بې کسه، بې سرپرسته کورنۍ، ظلم، غریبۍ او داسې نور ترخه حقیقتونه په لاس راکړي او په ټوله کې د ژوند لوری مو بدل کاندي، که څه هم خیال دی خو زموږ له ژوند او ټولنې له واقیعتونو سره یو نه، په یو ډول تړاو لري…

یوه خبره د وخت هم وه ما به ویل چې ناول د وخت ضایع کول دي ولې د دې پرځای به نور ګټور کتابونه ولولم چې په دې وخت ضایع کوم همداسې دی خو شاید د ځینو لپاره وخت ضایع نه، بلکې ګټور فرصت يې وګڼو، خو په پای کې بیا وایم چې د ناول پای داسې معمول دی، لکه یو څوک چې ښه او ګټور خوب ویني او یو ښه څيز پکې ترلاسه کوي خو چې راویښ شي هیڅ هم نه وي.