سوله له چا سره، او څه ډول؟
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: م – س
د تحمیلي جګړو څلویښت کاله پوره شول، او سږ کال یې د یو څلویښتم کال شپې او ورځې تیریږي. دې موده کې به داسې کورنۍ نه وي، چې نه وي اغېزمنه شوې، چا پلار، چا زوی، چا خاوند او چا هم د خپل کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، دا د نړۍ په کچه تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه ده، ۲۰۰۱ کال کې د نیویارک په اسمانڅکو ودانیو ترهګریزو حملو افغانستان یوه نوي پړاو ته ور دننه کړ، کوم پړاو چې په کې امریکا د څه باندې څلویښتو هېوادونو له پوځونو سره افغانستان ته را مخه کړه، د نړۍ د دې ستر ځواک پوځي حضور ته افغانان هیله من شول، خو دغه هیلې ژر په ناهیلو واوښتې، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ کلونو په پرتلیز ډول سوله تامین شوې وه، خو له ۲۰۰۴ کال را وروسته تر دې مهاله د جګړې په پراختیا کار وشو، هر کال ملکي تلفات د لوړېدو په حال کې وو، په دې مانا چې د ۲۰۰۵ کال ملکي تلفات د څلورم او د شپږم بیا تر پنځم او په ترتیب سره د ۱۷ تر شپاړسم او د اتلسم یې بیا تر اولسم زیات شول. اورېدلي به مو وي چې د کابل ختیځه څنډه کې پروت د څرخي پله زندان د پراختیا کارونه پیل شوي او ولسمشر د دې زندان د پراختیا لپاره د عملي کار پرانیسته کړې ده، مانا دا چې جګړه نوره هم د پراختیا په حال کې ده او لا نه ده معلومه چې څومره نور ګلان به رژیږي؟
د حامد کرزي د حکومت نیمګړتیاوې له هیچا پټې نه دي، ستونزې تر دې بریده وې چې غلو او فاسدو کسانو ته په زغرده د نورو غلاوو او بډو اخیستو وړاندیزونه کېدل، خپله کرزي ویل“ وایې خلئ، ویې خورئ خو مصرف یې په داخل کې کړئ.” دا هم له چا پټه نه ده چې حامد کرزی امریکایانو راوسته. له هغه یوه غونډه کې چا پوښتنه کړې وه چې کرزیه ستا او شاه شجاع تر منځ توپیر څه کې دی، کرزي ورته ویلي و چې شاه شجاع انګریز پوځ راوسته، خو امریکایي پوځ دی راوستی دی. نیواک، نیواک دی او له دې اوس هیڅوک سترګې نه شي پټولی چې د افغانستان خپلواکي دا تلس کاله کیږي چې امریکا اخیستې، د دې هېواد ځمکه، سمه او غر او حتی فضا د امریکا لخوا کنترولیږي. دا یو ډېر بد حالت دی، د هغو کسانو د وژلو لړۍ روانه ده چې پرې څو کسان را ټولیږي، په دې ډول کار کیږي چې د افغانانو سرکښه ځواک وځپل شي، تر دې بریده چې بیا د سر اوچتولو توان پیدا نه کړي. خبره بلخوا ولاړه نه شي، هم امریکا او هم طالبان دواړه غواړي چې افغانانو کې هغه کسان په نښه او ووژني، چې پرې خلک را ټولیږي، د قومي جوړښتونو سلسله افغانستان کې ډېره لرغونیتا لري او همدا علت دی چې دغلته نیواک ګر نه بریالي کیږي او په شرمونو شرمیږي. د نړیوالو ځواکونو څلور ستوریز پخواني قومندان جنرال ډېوېد پتریوس د خپل ماموریت د پیل پر مهال ویلي و:”د عراق لپاره جوړه شوې پالیسي افغانستان کې تطبیقول غواړو”
د دې متقاعد پوځي جنرال دا خبره د توجه وړ ده، اسلامي هېوادونو کې قومي جوړښتونه ډېر رول لري او د تاریخ په اوږدو کې یې ډېر برخلیک ټاکوونکی رول لوبولی، عراق کې هم عرب قبیلې او نور عراقیان قومي جوړښتونه پالي، ښایي فرق ولري، خو په ټولو کې عراق کې هغه څه کیږي، چې افغانستان کې روان دي، یعنې هلته هم قومي مشران تر سیاسیونو پورته عمل کړی او دغلته جګړه ځپلي افغانستان کې هم قومي مشرانو مهم رول لوبولی دی. جنرال پتریوس خپله خبره وکړه او دا د کاڼې کرښې په څېر خبره وه چې تر اوسه په بشپړ ځواک سره عملي کیږي. د نړۍ بل هیڅ ملت به داسې سولې ته تږی نه وي، لکه افغان ملت، دا شاوخوا څلویښت کاله د دې میړني او ځوریدلي ملت وینې زبېښل کیږي او دا لړۍ لا روانه ده، امریکایي پوځي اډې د جګړو په غلي کولو نه بلکې په لا پیچلي کولو کار کوي. وایي یو څه خو کوي بل څه. د سیمې ځواکمن هېوادونه هم نه پریږدي چې د شخړې سوله ییز حل لار کې برخه واخلي. روان کال کې امریکا د افغانستان لپاره دوه لوی ګامونه پورته کړل، چې یو یې د جګړې د لا پراختیا په برخه کې و، او بل یې د سولې په برخه کې.
امریکا تر ټولو بې رحمه او وژونکی سړی یعنې سټاډ مېلر د ناټو د غوڅ ملاتړ د قومندان په توګه وګماره، او په افغانستان کې زیږیدلی او امریکا کې را لوی شوی زلمی خلیلزاد یې د افغانستان د سولې لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه اعلان کړ. دا ډېره د حیرانتیا خبره ده، له یوې خوا د سولې هڅې او بلخوا جنګ. مونږ افغانان چې سولې ته تږي یو، د سولې په هکله یو ډول تعریف لرو، وایو لر او بر، ختیځ او لویدیځ، شمال او سوېل دې آرام وي، یو ډز دې هم نه کیږي، ماشومان دې ښونځیو ته ځي او لویان دې په آرامه فضا کې کارونو ته. خو امریکایان سوله د خپلو پوځي اډو لپاره غواړي په دې مانا چې دوي سره دې څوک کار نه لري، نورو سره دوي کار نه لري، یعنې د حامد کرزي خبره ده چې له امنیتي هوکړه لیک څخه یې د انکار پر مهال کړې وه، کرزي ویلي و:” داسې سوله دې ورکه شي چې افغانان دې وژل کیږي، لوټل کیږي، ځورول کیږي، او قربانیږي خو امریکایي عسکر دې خپلو اډو کې غلي او آرام ناست وي. زه قطعا داسې نه غواړم، له امریکا سره دښمني نه لرم خو ترې غواړم چې صادقانه رول ولوبوي، او سوله چې د دې هېواد او پاکستان تر وسې پورته خبره نه ده، تامین کړي، په دې صورت کې به امنیتي هوکړه لیک لاسلیک کړم که نه نو دوي دې خپل کار کوي، هسې هم نه ووځي، په دې مو سر خلاص کړئ، هغوي نه ووځي، که تړون وي او یا نه وي.”
دا ډېره منطقي خبره وه او ده، اوس په دقیق ډول همداسې یوه پلان ته کار کیږي، له یوې خوا له ګوانتانامو زندان څخه آزاد شوي د طالبانو پنځه قومندانان او مشران قطر کې د دې ډلې سیاسي دفتر سره یو ځای کیږي او بل خوا د پاکستاني جنرالانو ستر رقیب جنرال رازق له صحنې لرې کیږي او له دې غمیزې څو ورځې وروسته ملا برادر چې د طالبانو د تحریک په جوړولو کې له څلورو تنو یو و، د پاکستان له زندانه خوشې کیږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال جاوېد لودین ویلي، ده او سپنتا څو کاله کار وکړ چې ملا برادر آزاد شي، خو دې هڅو کومه پایله ورنکړه خو اوس زلمي خلیلزاد څو اوونیو کې دغه کار سر ته ورساوه.
د سولې په هکله زمونږ او امریکا تعریفونه ډېر توپیر لري، او څو پورې چې دا توپیرونه له منځه تللی نه وي، سوله نه شي راتلای، امریکا په غالب ګمان طالبانو سره هوکړې ته رسېدلې، په پیاوړي ګمان سره چې طالبانو ته د څو سویلي ولایتونو د پرېښودو وړاندیز شوی او د دې ډلې غړي هم سست شوي، که دا کار تر سره شي، چې ډاډمن یم نه کیږي خو امریکا یې په ټول ځواک سره کول غواړي، دا به هېواد ټوټې ټوټې کړي، امریکا د سولې په دې پیچلې پروژه کې هېواد په څو برخو وېشل غواړي، امریکا غواړي څو سویلي ولایتونه طالبانو ته وسپاري، په شمال او د ختیځ او شمال ختیځ ځینو ساحو کې د داعش پروژه پیاوړې کړي، خو امریکا دې په دې پوه شي چې دغلته یې هر حرکت څارل کیږي، اوس روسیه هم هغه د څو کلونو مخکې کمروزی ځواک نه دی، دغلته د شانګهای سازمان شتون لري، چین هم خپله کلنۍ دفاعي بودجه د امریکا د همدې شومو لوبو د څارلو او یا کنترول لپاره ډېره کړې ده، ارګ کې اوس داسې څوک نشته چې امریکا ته په زغرده ووايي دا دې منم او دا نه، په کارپوه او په ملي ګټو مین کسان له صحنې څخه څنډې ته شول، د وتلي او بریالي دیپلومات محمد حنیف اتمر پر ځای بې تجربې کس راوستل شو، دا د امریکا ستره لوبه ده، په دې سره غواړي هم د سولې او هم د جګړې طرحې عملي کړي، سوله یې د ځان لپاره او جګړه یې هم زمونږ د لا بربادي او ورانۍ لپاره.
مونږ سوله غواړو خو په هغه ډول نه چې امریکا را ته په پام کې نیولې. که طالبان په رښتیا هم د آی اس آی او سي آی اې ګډه پروژه نه وي، نو دې په ښکاره ووایي، چې دا نه مني، طالبانو ته د څو ولایتونو د سپارلو طرحه ډېره خطرناکه ده چې ستره موخه یې په یوه وخت څو حکومتونه جوړول دي، په دې سره هېواد عملا د تجزیې خواته ځي، او افغانان دا نه غواړي، طالبان دې هم په ښکاره سره دا طرحه رد کړي، که نه نو دا ولس خپله لاس په کار کیږي او هغه د شاعر خبره ده چې وایي.
څو چې پاتې یو افغان وي- تل به دا افغانستان وي
دا ښکاره خبره ده چې افغانان د لوی زغم او حوصلې خاوندان دي، خو هیڅکله یې زور ته سر نه دی ښکته کړی، امریکا او ملګرو ته یې د مرستندویه ملیمنو په سترګه ګوري خو که پوه شي چې میلمه یې د مرستې پر ځای دړې وړې کول غواړي، نو دا ستر ځواک به داسې را ایسار کړي چې بیا به که هر څومره سر او پښې وهي، چاره به نه لري، یواځې حنیف اتمر نه دی چې له صحنې څخه په لرې کېدو سره امریکا خپله خوښه تطبیقول غواړي، یا یواځې جنرال رازق نه دی چې په وژلو سره به یې د افغانانو ځواک اوبه شي، افغانان ټول د نیواک خلاف دي،هغوي نه پریږدي چې هېواد یې ټوټې – ټوټې وي.
ټول افغانان که په هرې قبیلې او یا قوم پورې تړلي، یو موټی او آباد افغانستان غواړي، که یې امریکا او متحدین دې موخې ته د رسېدو په لار کې مرسته او لاس نیوی کولی شي، خو پاتې دې وي، که نه نو ورک دې شي، او که نه غواړي چې ورک شي بیا یې افغانان چاره کولی شي. دا ملت څلویښت کاله ځپل شوی که یوه پیړۍ هم وځپل شي، د ماتېدو نه دی. دا ملت هغه اوسپنه ده چې که څومره ټکیږي، هومره پخیږي. مونږ جګړه نه غواړو، مونږ آرام او سوله ییز ژوند غواړو، مونږ میلمه پال او غیرتي ولس یوو د ځان او ټولو لپاره ښېګڼه غواړو، او امریکا دې نور دا دوه مخې پالیسي پریږدي که نه نو هغه خبره ده چې وایي، د میږي چې ورکه راشي وزر باسي. نو مخکې له دې چې اوبه له وړخه تېرې شوي وي، امریکا ته په کار ده چې خپل حد وپیژني.