کور / راپور / په تېره مياشت کي ملکي وګړو ته زياته مرګژوبله په ټاکنيزو غونډو او د رايي په مرکزونو کي اوښتې ده

په تېره مياشت کي ملکي وګړو ته زياته مرګژوبله په ټاکنيزو غونډو او د رايي په مرکزونو کي اوښتې ده

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ په يوه راپور کې ويلي دي چې يواځي په تېره اکتوبر مياشت کې ۳۶۷ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده له دې جملې ډېره مرګژوبله پر ټاکنيزو کمپاينغونډو او د رايي پر مرکزونو بريدونو رامنځ ته کړې ده.

د ملکي وګړو د خوديتوب ګروپ وايي، تېره میاشت ډېره ملکي مرګ ژوبله د ټاکنو په ورځو  او د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال اوښتې ده

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د تېرې میاشتې راټول شوي معلومات ښيي چې تر ټولو زیاته ملکي مرګ ژوبله د ټاکنو د کمپاین پر مهال او د رایی اچونې په دوه ورځني بهیر کې  د افغانستان په مختلفو سیمو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې را منځته شوې ده.

CPAG  يا د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ په ډاګه کوي چې  په اکتوبر کې د مرګ ژوبلې ډېره برخه ځکه د ولسي جرګې په ټاکنو پورې اړوند ده چې په دغه میاشت کې د نوماندانو د هدفي وژنو تر څنګ د ټاکنو پر کمپایني غونډو، د ټاکنو پر مرکزونو  او د رایی اچونې په ورځو کې ګڼ بریدونه ددې سبب شول چې (۳۶۷) ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوي، په دغه مرګ ژوبله کې ( ۸۸ )ملکیان شهیدان او (۲۷۹) نور ټپیان شوي دي.

 د CPAG موندنې ښه يي چې په تېرمه میاشت کې ټوله ملکي مرګ ژوبله ۸۲۳ ثبت شوې ده چې له بده مرغه ننګرها یوځل بیا د مرګ ژوبلې په سر کې دی، په دغه ولایت کې ۶۱ عام خلک شهیدان شوي او ۶۷ نور ټپیان شوي دي، په ننګرهار کې د تلفاتو لویه برخه د ټاکنو پر کمپاینونو بریدونو او همدارنګه د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې اوښتې ، ورپسې هلمند دی چې پراخ ملکي تلفات لري، په دغه ولایت کې هم د ټاکنیزو سیالیو پر مهال ځانمرګو بریدونو او د حکومت له لوري د عملیاتو پر مهال ۳۵ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ (CPAG)د معلوماتو له مخې ، چې له ۲۳ ولایتونو څخه یې راټول کړی دي په تېره میاشت کې(۸۲۳ ) ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې (۲۷۳) کسان وژل شوي او( ۵۵۰ )نو ټپیان شوي دي.

همدارنګه CPAG وايي چې په روان کال کې ماشومانو ته هم تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په اکتوبر کې اوښتې ده، د ګروپ د معلوماتو پر اساس، په تېره میاشت کې د مختلفو امنیتي پېښو له کبله  ۷۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې له امله یې ۴۰ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی او۳۰ نور ټپیان شوي دي چې دغه مرګ ژوبله د سپټمبر په پرتله درې برابره جګه شوې ده.

 د سيپګ معلومات ښيي چې دا ځل هم افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو او هوايي بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده چې۸۳ تنه ولسي وګړي یې وژلي کړي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي او پاته نوره مرګ ژوبله د ځانمرګو بریدونو، سړک غاړې ماین چاودنو، هوان مرميو، او د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو په مخامخ جګړو کې اوښتې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د معلوماتو پر اساس په سپټمبر میاشت کې (۵۹۰) ملکي مرګ ژوبله اوښتې وه چې ۲۴۰ تنه یې وژل شوي او ۳۵۱ نور ټپیان شوي وو.