کور / راپور / په پاکستان کي د حکومت پر ضد ستر لاريونونه روان دي

په پاکستان کي د حکومت پر ضد ستر لاريونونه روان دي

په پاکستان کي اسلامپالو وروسته ترهغه لاريونونه پيل کړه، چي د پاکستان حکومت د آسيې بي بي د اعدام سزا لغوه کړه.

آسيه بي بي چي عيسوي مذهبه ده په ۲۰۱۰ کال کي په دې تور ونيول سوه، چي ګڼي د اسلام پېغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته ئې سپکاوی کړی دی. او په همدې تور د ځينو محکمو له لوري ورته د مرګ سزا اورول سوې وه، خو د پاکستان ستري محکمې هغې ته برائت ورکړ او له زندان څخه ئې خوشي کړه.

د پاکستان اسلامپالو ګوندونه د ستري محکمې دې پرېکړي په غوسه کړل او پر ضد ئې لاريونونه پيل کړه او ځيني لويي لاري ئې بندي کړې.

د اسلامپالو ګوندونو چي په سر کي ئې تحريک لبيک ګوند دی دا شعارونه ورکوي چي د پاکستان د پوځ مشر او لومړی وزير مرتد دي، ځکه دوی د آسيې د خلاصون هلي ځلي کړي دي.

لاريونيان وايي، د پوځ مشر کافر دی او لومړی وزير عمران خان هم کافر دی.

لاريون کونکي وايي، چي آسيه بايد اعدام سي او هغه څارنوالان چي د آسيې سزا ئې لغوه کړې ده هم بايد ووژل سي.

حکومت د لاريون کونکو سره د خبرو کولو غوښتنه وکړه، خو د تحريک لبيک ګوند مشر خادم حسېن رضوي وايي، چي د حکومت سره ئې مذاکرات ناکام سول.

په پاکستان کي پر داسي مهال لاريونونه دوام لري چي تېر ماښام د دغه هيواد پلازمېني ته نږدې د راولپنډۍ په ښار کي د جميعت علماء اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق د نامالومو وسلوالو له لوري ووژل سو.

د مولانا سميع الحق د کورنۍ غړي وايي، چي په کور کي دده ساتونکی او موټروان نه وو، بريد کونکی د شا له لوري پر دېوال هستوګنځي ته ور اوښتی دی او پر نوموړي ئې د چړو ګوزارونه کړي او وروسته ئې ډزي ورباندي کړي دي، کله چي ئې موټروان او ساتونکی کور ته راغلي دي، ليدلي ئې دي چي سميع الحق په وينو کي لت پت دی.

په اسلام اباد کي پوليسو د مولانا سميع الحق ساتونکی او موټروان نيولي دي او د پوښتنو ګروېږنو لپاره ئې د ځان سره بېولي دي، د پوليسو په خبره وړاندي به ساتونکی او موټروان يوځای له کور څخه بهر نه تلل، خو په دې ورځ ددوی يوځای وتل پوليس شکمن کړي دي.

د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حامد الحق وایي، پلار ئې غوښتل چي د اسلام اباد احتجاج ته ورسي خو وایي لاري بندي وې او ور ونه رسېد او د ارام لپاره په پینډۍ کي خپل کور ته تللی وو، چي هلته ناڅرګندو کسانو د چړو وارونه ورباندې کړي او وژلی یې دی.

د سميع الحق د وژني سره په اسلام اباد کي دده د پلويانو له لوري لاريونونه پيل سوي دي او په پلازمېنه کي امنيتي حالت د ډاډ وړ نه دی.

د سياسي څېړونکو او د مولانا سميع الحق پلويان د پېښي ګوته د پاکستان استخباراتي کړيو او آی ايس آی ته نيسي. او وايي چې په پاکستان کي د وروستيو بدلونونو څخه په استفاده استخباراتو دا کار کړی دی.

نوموړی به نن د شنبې په ورځ په اکوړه خټک کي خاورو ته وسپارل سي.