کور / #PTM / دلته هم زه مرم، هلته هم زه مرم 

دلته هم زه مرم، هلته هم زه مرم 

ليکنه: شېبه تمنا
له کله راهیسې چې د مصنوعي هيواد په توګه په سیمه کې پاکستان تشکيل شو، له هماغه ورځې د پرنګي ايين د تطیبق زمه واري يې واخيسته او د بريتانيې لوی ايجنټ علي جناح پر مټ انګريزانو وکولای شول، چې د خپل ناجایزه اولاد په مټ هرې نارواوې ته يې لاسونه ورسېږي او د پرنګي دښمن پنجاب ووهي.
پنجاب په ۱۹۴۸ز کال د اګست پر دوولسمه د بابړې له ميدان څخه د پښتنو ټول وژنه پيل کړه او قيوم کشميري تر هغو د پښتنو پر سینو خپلې وسلې وچلولې، څو چې يې مرده کۍ خلاصې شوې، ښځې له قرانونو سره پنجابي لښکر ته ورغلې، خو هغوی ښځې او ماشومانو باندې هم زړه ونه سوځېد، ډېری جسدونه يې سیند ته وغورځول او په روغتيايي مرکزونو کې يې د ټپيانو په درملنه هم بنديز ولګول، له هغو کورنيو يې د مرده کيو تاوان هم واخيست، چې خپل وروڼه، بچيان يې له لاسه ورکړي و.
پنجاب لومړی هيواد و، چې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه يې د خوست ولایت په مغلګۍ باندې بمبار وکړ او زیات شمېر افغانان په شهادت ورسېدل، دا پېښه ۱۹۴۹م کال د جون میاشتې په دولسمه نېټه شوې ده.
د ټکر، هاتي خېلو پېښې يې يادولی شو، د باچاخان په پوهنتون بريد، د مشال خان شهادت او همدارنګه په کوېټه کې زموږ په هزاره وروڼو باندې ځانمرګي بريدونه ټول د پنجاب پلان شوې موخې وې، همدارنګه په ازاد افغانستان کې طالب او داعش هم د پښتون افغان په وژلو پسې راوتی دی او خپلو ناروا کړنو ته د جهاد او اسلام نوم ورکوي.
هغه د پښتو يوه لنډۍ ده، چې وايي
چې تا ته ګورم په ژړا شم
چې ځان ګورم په ما لا ډېر دي غمونه
محکوم افغانه!
زه او ته په يوه ټوپک ويشتل کېږو، د يوه دښمن د شوم هدف ښکار یوو، ځکه چې زه او ته يو وجود يوو، يوه وينه يوو، د يوه فرهنګ او کلچر درلودونکي يوو، د يوې ابۍ لوڼې او زامن يوو.
تاسو تر ما ځکه ځواکمن يئ، ای، ایس، ای مو پر مرۍ چاړه در ايښې ده، خو تاسو تر چاړې لاندې د لروبر افغان د يووالي چيغې وهئ، د دښمن تر اشغال لاندې د ازادۍ چيغې وهئ، پر دښمن مو رڼا ورځ توره شپه کړه، دښمن پر تاسو زړه نه سوځېږي، اوس هم د قيوم خان کشميري په څېر ډېر ستاسو د وينو تويولو لېواله دي، خو دا ځل دښمن وبایلله، تاسو په تش لاس د دښمن په وره کې ودرېدی او هغوی ته مو په ډاګه کړه، چې دا خاوره څښتن لري، دا خاوره به ستاسو له اشغال څخه ازادي تر لاسه کوي، دا خاوره به له امو تر اباسینه يوه جغرافيه وي، دلته مصنوعې تورې کرښې له منځه وړل کېږي.
موږ پر يوه مېنه او يوه ټغر راټولېدونکي يوو او دا خوب زموږ محکومو افغانانو حقيقت ته ورساوه، تاسو دې ژوندي ياست، د پښتون ژغورنې غورځنګ درنو وروڼو او باتورو خوېندو!
ستاسو همت او مېړانې ته سلام
لروبر يو افغان
منظور پښتون د افغان د يووالي سمبول