کور / راپور / د پاکستان د جميعت علما‌ء اسلام (س) مشر د چړو په ګوزارونو وژل سوی دی

د پاکستان د جميعت علما‌ء اسلام (س) مشر د چړو په ګوزارونو وژل سوی دی

د پاکستان د جميت علماء اسلام ( س) مشر مولانا سميع الحق تېر ماښام د پاکستان  پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې په راولپنډۍ ښار کي په خپل هستوګنځي کي ووژل سو.

د چارواکو په خبره، نوموړی په خپل کور کي وژل سوی او د بريد پر مهال د نوموړي موټروان او ساتوکی بهر وتلي وه.

د مولانا سميع الحق د کورنۍ غړي وايي، چي په کور کي دده ساتونکی او موټروان نه وو، بريد کونکی د شا له لوري پر دېوال هستوګنځي ته ور اوښتی دی او پر نوموړي ئې د چړو ګوزارونه کړي او وروسته ئې ډزي ورباندي کړي دي، کله چي ئې موټروان او ساتونکی کور ته راغلي دي، ليدلي ئې دي چي سميع الحق په وينو کي لت پت دی.

په اسلام اباد کي پوليسو د مولانا سميع الحق ساتونکی او موټروان نيولي دي او د پوښتنو ګروېږنو لپاره ئې د ځان سره بېولي دي، د پوليسو په خبره وړاندي به ساتونکی او موټروان يوځای له کور څخه بهر نه تلل، خو په دې ورځ ددوی يوځای وتل پوليس شکمن کړي دي.

د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حامد الحق وایي، پلار ئې غوښتل چي د اسلام اباد احتجاج ته ورسي خو وایي لاري بندي وې او ور ونه رسېد او د ارام لپاره په پینډۍ کي خپل کور ته تللی وو، چي هلته ناڅرګندو کسانو د چړو وارونه ورباندې کړي او وژلی یې دی.

د سميع الحق د وژني سره په اسلام اباد کي دده د پلويانو له لوري لاريونونه پيل سوي دي او په پلازمېنه کي امنيتي حالت د ډاډ وړ نه دی.

د سياسي څېړونکو او د مولانا سميع الحق پلويان د پېښي ګوته د پاکستان استخباراتي کړيو او آی ايس آی ته نيسي. او وايي چې په پاکستان کي د وروستيو بدلونونو څخه په استفاده استخباراتو دا کار کړی دی.

نوموړی به نن د شنبې په ورځ په اکوړه خټک کي خاورو ته وسپارل سي.

طالبانو هم په يوه خبرپاڼه کي د مولانا سميع الحق پر وژنه خواشيني ښودلې ده او د جميعت علما‌ء اسلام(س) ګوند او پاکستاني اولس ته ئې د تسليت مراتب وړاندي کړي دي. طالبانو دا د اسلام د دښمنانو کار ګڼلی دی.

طالبانو ويلي چي سميع الحق د افغانستان لپاره ډېر خدمتونه کړي دي او دوی به په جهاد کي د نوموړي هلي ځلي هېري نه کړي.

۸۱ کلن مولانا سمیع الحق د ۱۹۳۷م کال په دسمبر کې د پښتونخوا په اکوړه خټک کې زېږېدلی وو.

نوموړی  په اکوړه خټک کي د دارالعلوم حقانيه مدرسې مشر وو.

د نوموړي په مدرسه کي د وسلوالو طالبانو لوړپوړو چارواکو هم زده کړي کړې دي او په همدې اساس نوموړي ته د طالبانو د معنوي پلار په توګه پېژندل کېده.

ده په افغان جګړه کي د طالبانو کلک ملاتړ کاوه او په افغانستان کي ئې روانه جګړه مقدس جهاد باله، په همدې اساس دده له مدرسې څخه طالبان او زده کونکي د جګړې لپاره افغانستان ته راتلل.

افغان حکومت او نړيوالو په وارو وارو د مولانا سميع الحق څخه په افغان سوله کي د رول ادا کولو غوښتنه کړې وه. چي يو ځل په پاکستان کي افغان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخيلوال هم دده مدرسې ته ورغلی وو او د سولي په تړاو ئې دده سره له نږدې کتلي وه.