کور / راپور / د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو مهالوېش اعلان سو

د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو مهالوېش اعلان سو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نومليکنه به د ليندۍ يا قوس پر ۲۴ نېټه پيل سي او ولسمشريزي ټاکني به د را روا ن کال د حمل پر ۳۱ نېټه ترسره سي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون تېره ورځ يوه مشورتي غونډه رابللې وه، چي د بهرنيو ډپلوماټانو، سياسي ګوندونو او د نړيوالو څارونکو استازو پکي ګډون درلود او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په تړاو پکي سلامشورې وسوې.

د ټاکنو کمېسون ددې غونډي وروسته دوه ډوله مهالوېشونه خپاره سوه، چي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو اړوند نېټې پکي ټاکل سوي دي.

د یوه مهال ویش یوه کاپي ټولنیزو رسنیو ته هم راوتلې ده چي ټاکنو کمیسیون تاييد کړې ، خو ویلي دي چي دا مهالوېش وروستی نه دی.

په يوه مهال ویش کي راغلي چي د راتلونکې وري/حمل میاشتې په ۳۱ نیټه دې د ولسمشرۍ ټاکنې او په همدې ورځ دې د غزني پارلماني ټاکنې هم وسي، خو په بل هغه کې راغلي چې په همدې نیټه دې ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې وسي او د غزني پارلماني ټاکنو ته ځانته نیټه وټاکل سي.

په بل مهالوېش کي راغلي چي د قوس یا لیندۍ له لومړۍ نیټې به تر یوې میاشتې پورې د رایه ورکوونکو نوم لیکنه کیږي او د همدې میاشتې له څلورویشتمې څخه د جدي میاشتې تر ۹ به د نوماندانو نوم لیکنه وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیالې وسیمه بادغیسي وايي،‌ د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو نوملیکنه به د جدي تر نهمې پورې د ۱۵ ورځو لپاره روانه وي.

په مهال ویش کې دغه راز راغلي چې د دلوې له ۲۷ مې به د وري حمل میاشتې تر ۲۸ د نوماندانو ټاکنيز تبليغات ترسره کیږي او د ټاکنو پایله به د غبرګولي میاشتې په ۹ نیټه اعلانیږي.

دلته راغلي، که د ولسمشرۍ ټاکني دویم پړاو ته ولاړې شي، کمیسیون به یې د غبرګولي میاشتې په۲۳ نیټه ترسره کوي.

له څو ورځو راهيسي په کابل کي د سياسي ګوندونو او سياسيونو ترمنځ ليده کاته زيات سوي چي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو په هکله يوله بل سره وږغېږي.