کور / راپور / د پاکستان د علماوو شورا مشر: په افغانستان کي به جهاد روان وي

د پاکستان د علماوو شورا مشر: په افغانستان کي به جهاد روان وي

د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر طاهر اشرفي وايي، چي مولانا سميع الحق د پلار حيثيت ورته درلودی د هغه تر وژلو وروسته به هم په افغانستان کي جګړه دوام ومومي.

طاهر اشرفي ویلي، هغه کسان ناسم فکر کوي چي د مولانا سمیع الحق په وژلو به په افغانستان کي جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړی وايي: “دوی تېروتنه کوي، په خدای قسم په افغانستان کي به جهاد دومره په قوت کي سي چي ټول باطل به له منځه يوسي.”

خو د پاکستان نور سياسي مبصرين او خپله د مولانا سميع الحق کورنۍ د سميع الحق په وژنه کي د پاکستان د استخباراتو  لاس لرل نه ردوي.

د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حامد الحق تېره شپه ناوخته رسنیو ته وویل، پلار ئې داسي وخت وژل سوی چي په پاکستان کي “لویه ډرامه” روانه ده.

حامد الحق وايي، ښايي د مولانا سمیع الحق د وژنې ترشا پاکستان کي ځینې لاسونه وي.

ځيني شنونکي بيا ددې پېښي ترشا هند، امریکا، اسراییل او بهرني لاسونه ښکېل بولي ، چي د بل چا په وسیله ئې پاکستان کي دا کار کړی.

مولانا سميع الحق پر داسي مهال وژل سوی چي نوموړی اسلام اباد ته د حکومت ضد يوې مظاهرې ته روان وو او د استراحت لپاره اسلام اباد ته نژدې په راولپنډي ښار د استراحت لپاره خپلي هستوګنځي ته ګرځېدلی وو، چي د دېوال له خوا وسلوال ور اوښتی او نوموړی ئې په چاړو او چاقوګانو وهلی او وروسته ئې ډزي ورباندي کړي دي.

ويل کېږي چي د نوموړي ساتونکی او موټروان د بريد پر مهال له کور څخه بهر وه، کله چي هغوی را ستانه سول وئې ليدل چي مولانا په وينو کي لت پت دی.

د مولانا سميع الحق پر وژنه طالبانو هم خواشيني څرګنده کړې ده او ويلي ئې دي چي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند او پاکستاني اولس ته ددې پېښي په هکله تسليت وړاندي کوي.

طالبانو په افغان جګړه کي د سميع الحق مرسته او ملاتړ د ستايني وړ بللی دی او ويلي ئې دي چي په افغان جګړه کي دده خدمتونه نه هېرېدونکي دي.

خو د خواله رسنيو افغان کارونکو بيا د مولانا سميع الحق په وژنه خوښي څرګنده کړې ده او نوموړی ئې په افغانستان کي د جګړې له اصلي طراحانو ګڼلی دی.

ځينو ئې بيا ويلي، چي د پاکستان استخبارات هغه کسان له منځه وړي چي نور دوی ته په کار نه وي، ددوی په خبره مولانا سميع الحق نور د پاکستاني استخباراتو لپاره کار نه سوای ورکولای، ځکه ئې له منځه يووړی.