کور / راپور / کندهار: د خبريالانو په وړاندي د تاوتريخوالي د معافيت نړيواله ورځ ولمانځل سوه

کندهار: د خبريالانو په وړاندي د تاوتريخوالي د معافيت نړيواله ورځ ولمانځل سوه

 په کندهار کي د خبريالانو پر وړاندي د تاوتريخوالي د معافيت ورځ ولمانځل سوه .

دغه غونډه چي د شنبې په ورځ په کندهار ولايت مقام کي جوړه سوې وه پکښي د کندهار د ملي راډيو ټلوېزيون کيمره مين ارواښاد سليم رحيم پر تېر ژوند او لاسته راوړنو هم بحث وسو .

په دغه غونډه کي د کندهار مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، په ټولنيزو چاور کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د ولايتي شورا رئيس او يو شمېر غړو يې، د دولتي ادارو يو شمېر رئيسانو، د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز ( K.J.C ) ادارې مسؤل احمدلودين، خبريالانو او د رسنيو استازو، مدني فعالانو او مېرمنو برخه اخيستې وه .

لومړی په غونډه کي د ارواښاد سليم رحيم او د ولايت مقام د پېښي د قربانيانو ارواحو ته د خوښۍ په موخه دعا وسول، کورنيو او دوستانو ته يې د جميل صبر او د يادي پېښي ټولو زخميانو ته د عاجلي شفاء غوښتنه وسوه .

په غونډه کي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په مطبوعاتي ډګر کي د ارواښاد سليم رحيم خدمتونه وستايل او په سختو حالاتو کي د هغه د کړو کارنامو څخه يادونه وکړه همدارنګه يې د هغه د سر د قربانۍ ستاينه وکړه چي د خپل هيواد او خلګو په خدمت کي يې له لاسه ورکړ . ښاغلي منيب وويل : مطبوعات په معاصره نړۍ کي د دولت د څلورم ځواک په توګه پېژندل سوي دي، هغه زياته کړه : مطبوعات د عامه ذهنيت په جوړولو، د هغه په کنټرول او اوښتون کي خورا مهم رول لري .

نوموړي وويل : مطبوعات د ديموکراټيکو دولتونو زېږنده دي او په افغانستان کي هم د موجوده ديموکراتيک نظام سره خورا ډېري چاپي، ږغيزي، تصويري او انلاين رسنۍ جوړي سوي دي، چي ځوانانو ته پکښي کاري فرصتونه برابر سوي دي، ښاغلي منيب زياته کړه : هغه مهال د رسنيو په وړاندي خنډونه او تهديدونه کمېدای سي چي رسنيز فعالان متحد، همږغي، بې پرې او مسلکي و اوسي . ښاغلي منيب زياته کړه : په دغه برخه کي يو شمېر پرمختګونه هم سوي چي د خبريالانو په وړاندي د ګواښونو او تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه د خبريالانو د مسؤنيت کمېټه جوړه سوې چي وخت پر وخت ناستي کوي او د موجوده ستونزو او ګواښونو د هواريو حل لاري لټوي .

د نوموړي په خبره : موږ د خبريالانو د مسؤنيت ملاتړ او د تاوتريخوالي او ګواښونو مخنيوي ته يې ژمن يو او د دوئ په وړاندي د ستونزو په هوارۍ کي هر وخت همکارۍ ته ولاړ يو .

په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د ولايتي شورا رئيس سيدجان خاکرېزوال او د بشري حقوقو رئيس فخرالدين پايز هم د سليم رحيم پر وژني خواشيني څرګنده کړه. په غونډه کي د ازادو خبريالانو د مرکز ( K.J.C ) ادارې مسؤل احمد لودين وويل : د نومبر دوهمه د خبريالانو په وړاندي د جرمونو د پای ته رسولو نړيواله ورځ ده چي هر کال د نړۍ د نورو هيوادونو ترڅنګ په کندهار کي هم لمانځل کېږي، هغه زياته کړه : د هيواد ټولو قوانينو د بيان د ازادۍ له اصل څخه کلک ملاتړ کړی چي له ښه مرغه زموږ رسنيو له کمي او کيفي اړخه هم ښه وده کړې ده . ښاغلي لودين وويل : د هيواد په بېلابېلو برخو کي جګړې د دې لامل سوی چي خبريالان او د رسنيو کار کوونکي ځانونه تر پخوا له جدي خطرونو سره مخ کړي، نوموړي زياته کړه : د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د ازادو خبريالانو د مرکز په غوښتنه د ارواښاد سليم رحيم له کورنۍ سره ۵۰۰ امريکايي ډالره مرسته هم وکړه .

د غونډي په ورستيو کي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د اطلاعات او کلتور رئيس فضل باري بريالي او د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسؤل عزيز احمد عزيزي ته د ازادو خبريالانو د مرکز ( K.J.C ) ادارې لخوا ستاينليکونه هم ورکول سوه، همدارنګه مرستيال والي عبدالحنان منيب د ازادو خبريالانو د مرکز ( K.J.C ) ادارې له مسؤل احمد لودين څخه مننه وکړه او په مطبوعاتي برخه کي يې هغوئ ته د هرډول همکاريو ډاډ ورکړ .