د لبنیاتو خواړه غني غذایي مواد لري
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: داکتر حضرت الله رحیمي
د لبنیاتو خواړه غني غذایي مواد لري. د بدن په ښه والي او همدارنګه د مختلفو ستونزو سره د ودې په نشتون کې مرسته کوي؛ د صحت لپاره خورا مهم بلل کیږي.
د لبني محصولاتو غذااو روغتيايې ګټې
د لبنیاتو محصولات خوړونکیو لپاره بیلابیل روغتیایې ګټې وړاندې کوي. لبنیات داسې غذایی مواد لري چې د انسان بدن روغتیا او ساتنی لپاره مهم رول لوبوي.
ويټامينونو او منرالونو په ګډون د کاربوهايدريټس، پروټين، کلسيم، فاسفورس، پوټاشيم، ويټامين A، D، B12، ریبوفلاوین او نياسين په لبنیاتو کې مهم غذایی اجزا ګڼل کیږي. ستاسو روغتیا هره ورځ د لبنياتو محصولاتو په خوړلو سره ښه والی ومومي، د شیدو محصولاتو مصرف کول ډیری روغتیایې ګټې لري.
په لبنیاتو کې غذایې اجزاوی
د هډوکو او غاښونو مظبوتیا لپاره د کیلشیم اړتیا مهمه ده، که چرې د شیدو استعمال ولرو د بدن دغه مهمې برخې به مو سالمې پاتې شي. د انسان د عادی ودی لپاره په ورځ کې ۲۵۰ ملی لیتر شیدې باید مصرف شي. په یو بل تحقیق کې وایې په کال کې باید ۶۶ لیټره شیدی وخوړل شي.
ماستې او شیدې پوټاشیم چمتو کوي. د شیدو اړین غذایی جز، پوټاشیم دی؛ دا یوه شتمنه(پوټاشیمي) غذا ده، د دې خوړلو سره د صحي فشار ساتلو کې مرسته کوي.
شیدې په ډیره کچه ویټامین ډي لري،کوم چې په بدن کې د کلسیم او مناسب فاسفورس ساتلو لپاره یوه ښه سرچینه ده.
د شیدو محصولاتو روغتیایی ګټې
په هغو خوړو کې چې شیدې او نور محصولات یې شتون ولري، د هډوکو مرضتیا خطر کموي؛ یعنې د اوستیوپروسیز (Osteoporosis) د خطر مخنیوی کوي. د شیدو مناسب خواړه په ماشومتوب کې اړینه ده، په دغه وخت کې هډوکی او نوری د بدن برخې جوړیږي.
ډیری لبني مواد (Diabetes 2) یا شکر دویم د خطر کمولو، د ویني فشار کمیدل، او په لویانو کې د زړه والونو ناروغیو کمښت کې ستره برخه لري.
د لبنياتو ګروپ څخه د خواړو غوره کول یو مهمه برخه ده، ډیری مریضانو ته د لبني موادو خواړخ ښه نه تمامیږي. هغه مریضان چې (coronary heart disease) د زړه دغه رقم ناروغي ولري، باید مشبوع غوړ (Saturated fat) نه ځان وساتي؛ مشبوع غوړ د کولیسټرول کچه لوړه وي.
د شیدو استعمال ښه والی یا خرابی؟
څیړنپوهان مختلف نظرونه لري.
دروغتیایی سازمانونو لخوا د بدن د روغتیا لپاره اړین خوراک په توګه تغذیه کیږي.
مګر نور ماهرین نه مني او فکر کوي چې لبنیات ضرر دی او باید مخنیوی وشي، لکه مخکې مو چې یادونه وکړه البته د شیدو ټول تولیدات یو شان ندي.
د کرهنیز انقلاب څخه مخکې، یوازې ماشومانو د مور شیدې څخلې. د مالدارۍ راتګ سره د غواو، وزو، ګډو، میګې او د اوښانو شیدې عامې شوې.
پروټین د ناروغیو سره کلکه مبارزه کوي، د دې تر څنګ، حجرې، عضلات جوړوي، د ویښتانو او نوکونه پوره ساتنه کوي.
په شیدو کې ریبوفلاوین شتون لري، (Riboflavin) 25 سلنه د بدن وده، د وينې د سرخ حجرو تولید او میټابولیزم ملاتړ کوي. کیلشیم (30 سلنه)او فاسفورس (25 سلنه) هډوکي پیاوړي کوي. ويټامين ډي (25 سلنه): د کلسيم جذب ته وده ورکولو کې مرسته کوي.
ویټامين بی (22 سلنه): خوراکي توکي انرژۍ ته بدلوي.
پوټاشیم (11 سلنه): د مایع بیلانس تنظیموي او د وينې د عادي فشار ساتنه کې مرسته کوي.
ويټامين اې (10 فيصده): ښه ليد او ښه پوستکي ته وده کوي
نياسين (10 فيصده): مناسبه وينې ته وده ورکوي.
ماخذونه. طبي خپرونه، نیسلی او د لبنیاتو نړیواله شورا.
داکتر حضرت الله رحیمي.
د لبنیاتو د بخش مسؤل
د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه/ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت